اذربایجاني ځواکونه په نګورنو قره باغ کې دوهمې سیمې “چلبجر” ته هم ننوتل

اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ هوکړې له مخې یوه بله سیمه هم په  خپل کنټرول کې واخیسته.

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي، د دوی پوځیان د هغې هوکړې له مخې چې د ارمنستان، اذربایجان او روسیې تر منځ لاسلیک شوې د چلبجر سیمې ته ننوتلي دي.

د هوکړې له مخې ارمنستان اذربایجاني ځواکونو ته د دریو سیمو پرېښودو ته اړ ایستل شوی دی.

کروچر چې اذربایجان یې چلبجر یادوي باید د نومبر په پنځلسمه تسلیم شوې وای خو د بشري دلایلو په سبب دا کار ځنډېدلی و.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د خونړۍ جګړې د درولو لپاره روسیې منځګړیتوب وکړ او دوی یې هوکړې ته سره ورسول چې له مخې یې ارمنستان د اګدام، چلبجر یا کروچر او لاچین سیمې پرېښودو ته اړ شو چې اګدام سیمه څو ورځې وړاندې اذربایجاني ځواکونو ته پرېښودل شوې وه او د ډسمبر په لومړۍ نیټه به د لاچین سیمه هم اذري ځواکونو ته وسپارل شي.