ارجنټاین د سفرپه وړاندې په یو ګول بلجیم ته د فوټبال د نړېوال جام په سیالیو کې ماتې ورکړه.

د فوټبال د نړېوال جام په سیالیو کې، چې په برازیل کې ترسره شوې، ارجنټاین د سفر په وړاندې په یو ګول بلجیم له دې لوبو وویست او خپله یې د دې لوبو سیمي فاینل ته لاره ومونده.
ګونزالو هیګوین د لوبې د لومړي نیمايي په اتمه دقیقه کې د ارجنټاین د ټیم په ګټه ګول وواهه.
ویل کیږي ، چې له ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې؛ ارجنټاین و توانید تر څو د فوټبال د نړېوال جام سیمي فاینل ته لاره پیداکړي.