ارجن کپور او ملایکا کله واده کوي؟

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار ارجن کپور وايي، چې د خپل واده پرېکړه به له هیچا هم نه پټوي، خو اوس يې د واده هېڅ اراده نه شته او کله چې يې هم د واده پرېکړه وکړه، نو مینه والو سره به یې شریکوي.

ارجن کپور اوس مهال د ارباز خان د پخوانۍ مېرمنې ملایکا اروړا سره یارانه لري او دواړه هر وخت په غونډو کې یو ځای لیدل کېږي او چکرونو ته هم دواړه ګډ ځي.

په یوه مرکه کې ارجن کپور وویل، چې زه نه غواړم چې په رسنیو کې د خپل شخصي ژوند په اړه خبرې وکړم، ځکه چې زما دا کار نه خوښېږي. هغه وویل چې زه فکر کوم چې خپل د ژوند ملګری او د هغې پخواني وخت ته باید درناوی وشي.

نوموړي وویل، چې له ملایکا سره يې رشته یو حد لري، هغه هېڅ کله هم نه غواړي چې فلمي کیریر او رشته يې ترمنځ راشي، بلکې د دواړو ترمنځ يې يو حد ساتلی دی.

ارجن کپور همدا راز دا هم وویل، چې د خپل واده پرېکړه به هېڅ کله هم له چا نه نه پټوي، خو اوس يې اراده نه لرم، خو که پرېکړه مې وکړه، نو ټولو ته به یې وایم.

کاپي…