اردوغان: د سوريې الباب د بېرته نيولو عملیات په بشپړېدو دي

د ترکيې ولسمشر وايي، د سوريې د شمالي ښارګوټي الباب د بېرته نيولو لپاره د «ترکيې پوځي عمليات» تقريباً بشپړ شوي دي.

د ترکيې ولسمشر چې پرون جمعه يې په ساحلي ښارګوټي ازمير کې د طبيعي ګازو يوه پروژه پرانيستله وويل، د سوريې ازاد پوځ به، ډېر ژر پر دغه ښارګوټي ولکه ټينګه کړي. رجب طيب اردوغان ويلي، د ترکيې هغه پوځي عمليات به ډېر ژر بشپړ شي چې د سوريې د شمالي ښارګوټي الباب د بېرته نيولو لپاره پيل شوي دي.

د ترکيې ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ترکيې پوځ او متحد ځواکونه يې توانېدلي، په الباب ښارګوټي کې پر اسلامي دولت ډلې يا داعش فشارونه زيات کړي په هغو تصويرونو کې چې د ترکيې پوځ د جمعې په ورځ خپاره کړل، ځينې ودانۍ ښکاري چې د بمبارۍ له کبله نړېدلي دي. د سوريې هغو ياغيانو چې ترکيه يې ملاتړ کوي، له څو اوونيو راهيسې الباب ښارګوټى چې د داعش ډلې په لاس کې دى، محاصره کړى دى.

الباب ښارګوټي ته نږدې د داعش سخت دريځو د تېرې اوونۍ په حملو کې شپاړس سرتېري وژل شویدي.