اردوغان سوریې ته د نظامي اقدام ګواښ کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، سوریایي پوځیان په سیمه کې د وضعیت خرابولو په هڅه کې دي او په وینا یې دوی به هیڅکله اجازه ورنکړي؛ چې په دې سیمه کې خلک وځورول شي. نوموړي دا هم ویلي، که چېرته یاد ځواکونه د سوریې په ادلېب سیمه کې پیل کړي عملیات ونه دروي، نو پر وړاندې به یې نظامي اقدام وکړي. اردوغان همداراز هیله څرګنده کړې، چې د اوربند هوکړې ته دې درناوی وشي او د وضعیت خرابولو هڅې دې ودرول شې.