اردوغان وایي ترڅو چې سوریه خپلواکه شوې نه وي، خپل ځواکونه، نه باسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، څو چې سوریه نه وي ازاده شوې، خپل ځواکونه له سوریې نه باسي.

رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونه به تر هغې په سوریه کې پاتې وي، ترڅو د سوریې خلک ازادي او خپل حقونه ترلاسه کړي.

د ترکیې ځواکونه د ۲۰۱۶ م کال راهیسې د ترکیې په شمال کې دېره دي او عملیات ترسره کوي.

اردوغان په مرکز انقره کې وویل، موخه یې سوریه کې امنیت تامینول او د هغه ځای خلکو ته ازادي ور په برخه کول دي.

ترکي ځواکونه له روسیې سره یو ځای د سوریې هېواد د مخالفینو پرضد جنګېږي.

د دې سربېره د روسیې او ترکې ځواکونه په شریکه د سوریې په شمالي سیمو کې ګډې ګزمې هم کوي.

په سوریه کې کردي ملېشې، چې امریکا یې ملاتړ کوي هم شتون لري، چې ترکیه او سوریه د دوی پرضد عملیات کوي او له هغوی سره جګړې کوي.

امریکا وایي چې کرد ملېشې په سوریه کې د داعش پرضد جنګېږي.

د سوریې کورنۍ جګړه شاوخوا لس کاله کېږي، چې دوام لري؛ تر دې دمه پکې له پنځه سوه زره زیات کسان وژل شوي او ۶ میلیونه نور له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.

په سوریه کې ۲۰۱۴ م کال کې داعش هم سر راپورته کړ او هغه ځای کې یې سختې جګړې وکړې؛ خو د روسیې په مرسته سوریه وتوانېده چې داعش وسله وال مات کړي.

دې برخه کې امریکا هم هڅه وکړه، چې کرد ملېشې چمتو کړي، ترڅو په سوریه کې اسلامي دولت ډلې سره وجنګېږي.

خو لا هم سوریه کې جګړه په بشپړه توګه پای ته نه ده رسېدلې او د جګړو راپورونه ترې ورکول کېږي.