د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې د فلسطين دولت په رسميت پېژني او پرېکړه يې کړې، چې د فلسطينيانو لپاره به په بیت المقدس کې سفارت پرانيزي.
ولسمشر اردوغان په استانبول ښار کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې بیت المقدس کې د ترکيې کونسلگري شته او هوډ يې کړی، چې هلته سفارت هم پرانيزي.
د روان ډسمبر په شپږمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلې بې ساري پرېکړې کې بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنه وپېژندله او هلته يې د امریکا د سفارت د لېږدولو اعلان هم وکړ.
د ټرمپ دغې پرېکړې د نړۍ په لروبر کې پراخ غبرگونونه راوپارول، د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې سربېره ټولو اسلامي دولتونو د ټرمپ پرېکړه ناسمه او يو اړخيزه وبلله.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړۍ له هغو مشرانو څخه دی، چې د ټرمپ د پرېکړې پر ضد يې غږ پورته کړ او تېره چهارشنبه يې په استانبول ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سرمشريزه راغوښتې وه.
اردوغان د اسلامي همکاريو سرمشريزې ته په وينا کې اسراييل ترهگر او د ماشومانو وژونکي وبلل او د امریکا ولسمشر يې د اسراييلي ښکېلاک په ملاتړ تورن کړی.
ښاغلي اردوغان ويلي و، چې د ټرمپ پرېکړه د ملگرو ملتونو په گډون د نړۍ هېڅ هېواد نه ده منلې او يوازې اسراييلو يې هرکلی کړی دی.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې اردوغان به رښتيا هم په بیت المقدس کې د ترکيې د سفارت په پرانيستو وتوانيږي که نه؛ ځکه، چې بیت المقدس له تېرو څو کلونو راهيسې د اسراييلي ښکېلاکگرو په واک دی او دوی دغه ښار د يهودي دولت يوازينۍ او خپلواکه پلازمېنه بولي