اردون کې د اورلګیدنې له امله ګڼو پاکستانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اردوني رسنیو د راپور په اساس اور د دوشنبې په شپه ناوخته د کرنیزو محصولاتو د کار کوونکو په یوه کور کې لګیدلی او له امله یې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۳ پاکستاني وګړي وژل شوي. ویل کیږي په دغه اورلګیدنه کې درې تنه نور ټپیان شوي هم دي، چې د ددرملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي. د اردن د اورلګیدنې ادارې چارواکو په وینا ددوې لومړنۍ څیړنې ښايي، چې اور د برېښنا د شاټۍ له امله رامنځته شوې د یادونې وړ ده، چې زرګونه بهرني کارګران اردون کې د کرنیزو محصولاتو په فارمونو کې په شاقه کارونو بوخت او ژوند تیروي.