ارزګان کې له وسله والو طالبانو ۹۳ تنه یرغمل شوي ملکیان ژغورل شوي

دارزګان ولایتي چارواکې وایي، په دغه ولایت کې ۹۳ تنه ملکي وګړي چې د وسله والو طالبانو لخوا یرغمل شوي وو ژغورل شوي دي . د چارواکو په وینا چې د ترینکوټ ښار ته څیرمه د باخود غره په لمن کې لسګونه تفریح کونکي په میله بوخت وو چې وسله والو طالبانو پرې برید کړی او ټول یې له ځان سره وړي وو. د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي رسنیو ته ویلي چې د وسله والو طالبانو له لوري د برمته شویو وګړیو د خلاصون په موخه ځانګړیو ځواکونو عملیات پیل کړل چې ترڅو ساعتو وروسته یې ټول یرغمل شوي کسان د وسله والو طالبانو له منګولو ژغورلي دي . د نوموړي په وینا چې د عملیاتو پرمهال درې وسله وال طالبان او یو افغان سرتیری وژل شوي او یو یرغمل شوی کس ټپي شوی دی . د وسله والو طالبانو له لورې د یادو کسانو د برمته کولو انګېزه نه ده څرګنده شوې . په ورته وخت کې د ارزګان ګاونډ ته د دایکندې ولایت په کجران ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه لس افغان امنیتي سرتیري په تېښته بریالي شوي او ځانونه یې امنیتي مرکزونو ته رسولي دي وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .