ارواپوهنیزه ژبپوهنه‎

لیکنه: مسلم داوودزی

اتمه برخه

۹. د خبرواترو ځینې ځانګړنې:

۹-۱: د خبرواترو چټکتیا:

د خبرو اترو چټکتیا سړي ته دا په ډاګه کوي چې انسان دې داسې پوهه ولري، چې د نحوې له لاسوهنې پرته دې پر خبرو پوه شي او خبرې دې وکړي او نېغ پر نېغه له معنا څخه پر تلفظ او له تلفظ څخه پر معنا  پوه شي.

۹-۲: د جملې جوړولو ځینې ځانګړنې:

د جوړولو د بهیر موخه د هغو غږونو جوړول دي چې ویونکی یې د لېږد غوښتونکی وي. دلته په لنډه توګه د جوړولو د بهیر بېلابېلو برخو پر اړه خبرې کوو.

۹-۲-۱: د تفکر بهیر:

په دې بهیر کې د زېرمه شوو مفاهیمو او پوهې څخه د تفکر رامنځته کولو لپاره ګټه اخیستل کېږي او بېلابېل چاپېریالي او ذهني لاملونه یې په فعالولو کې ونډه لري.

۹-۲-۲: موخه+ خبر: دا هماغه فکري ماهیت دی چې خلک غواړي نورو ته یې ولېږدوي چې ماهیت یې مفهومي او نا ژبنی دی، هم د ژبې او هم کړنو پر مرستې څرګندېدای شي. د تفکر موخه هم هغه هوډ دی چې ویونکی یې د خبر سره په ذهن کې لري.

لکه: پوښتنه کول، اسانول، غوښتل چې په هر خبر کې دوه مفهومه وي موضوع ( په ژبه کې د نومونو په بڼه څرګندېږي.) او بل هم لېږدېدونکي ( په ژبه کې د افعالو او ستاینومونو په بڼه څرګندېږي.)

۹-۲-۳: معنایز جوړښت: څه شی چې په خبرو کې څرګندېږي معنایز جوړښت ګڼل کېږي.

۹-۲-۴: بنسټیزې لارې: په دې برخه کې د معناییز جوړښت ځانګړنې وییزېرمه او تطبیقي قواعد څېړل کېږي.

۹-۲-۵: د اوازونو جوړښت او فزیکي نښې: د اوازونو جوړښت د جملې د تلفظ دنده لري دا جوړښت بېلتون او پیوستون او نورې نا زنځیري ځانګړنې ( اهنګ، خج، زیر او بم) رانغاړي او د صوتي غړو (ژبې، شونډو، تالو او نورو) حرکت کنټرولوي. ( ۱: ۱۳۷-۱۴۰)

پایله

ارواپوهنیزه ژبپوهنه د ژبې ذهني خواوې یا د ژبې او فکر اړیکې څېړي. ژبه د ذهن بنسټیز فعالیت ګڼل کېږي او د انسان د اړیکو د ودې لپاره اړینه وسیله ده.

د ذهن ټول فعالیتونه لکه پوهېدل، تفکر، استدلال، قضاوت، تخیل، پوهه او د ستونزو حلول د ژبې سره داسې غوټه شوي چې بېلول یې ستونزمن دي. د انسان عواطف او شخصیت هم د ژبې د ودې سره نېغه اړیکه جوړوي. د انسان د ژبې ځانګړنه پیچلتیا او نوښت دی. خو د نورو ژوو د اړیکو په نظامونو کې محدود علایم دي. همدا شان ځینې ژوي لکه شادیان فکر هم لري خو خبرې کولای نه شي. د اورېدو نظامونه یې د انسانانو څخه ځواکمن دي خو بیا هم د انسان پر خبرو پوهېدلای نه شي.

دا مسله لا روښانه نه ده، چې موږ انسانان ژبه د عقل له لارې زده کوو او که کوم ځانګړی ځواک د ژبې د زده‌کړې لپاره لرو.

هغوی چې تفکر له ژبې بېل ګڼي استدلال یې دا دی چې که د تفکر ماهیت د مسلې حل وي نو نور ژوي چې د انسان ژبه نه لري څنګه فکر کولای شي؟ د انسان د فکر توپیر له ژوو سره د کمیت له اړخ څخه ګڼي یعنې هر څومره چې موجود هوښیار وي هماغومره یې فکر هم غښتلی وي.

یو بل دلیل په دې برخه کې د کڼو او ګونګیانو فکري وړتیا لرل دي، یعنې مورزادي کاڼه هم ذهني مفاهیم لري او په اشارو یې بیانوي.

خو دا د سکې یو مخ دی دا دلایل په دې معنا نه دي چې ګوندې په روغو خلکو کې دې هم فکر او ژبه دوې جلا پدېدې وي.

ژبه او فکر دومره له یو- بل سره نښتي چې کله  خو یې په بېلولو کې غلطيږو او په هغو مفاهیمو کې دا کار لا ستونزمنېږي چې په مادي نړۍ کې کوم مدلول و نه لري.

لکه د انسانیت په ویي کې چې په مادي نړۍ کې اصلاً نشته خو موږ ورته په مغز کې مفاهیم جوړ کړي او نومولي دي. ورو – ورو له دغو مفاهیمو سره بلد شوي یو او د مفاهیمو پر ځای د هغوی نومونه کاروو. له همدې امله ځینې خلک داسې ویي کاروي، که په هماغه ځای کې ترینه د مفهوم پوښتنه یې وشي؛ مفهوم یې بیانولای نه شي. د مفاهیمو په کارولو کې د ژبې رول لکه په اقتصاد کې پیسې دي. که پیسې نه وي نو موږ به مجبور یو چې ډېر درانه، درانه توکي په معاملو کې ښکته او پورته کړو. خو موږ د همدې درنو توکو پر ځای او په اعتبار پیسې کاروو. پیسې د اعتبار نه پرته تش کاغذ او بې معنا دي. همدا اعتبار یې دی چې موږ نېږدې د هر څیز ارزښت په پیسو سنجوو، چې په اقتصادي معاملو کې یې موږ ته اسانتیا رامنځته کړې ده. ژبه هم د دې لامل کېږي چې موږ د مفاهیمو پر ځای د مفاهیمو نومونې خپلې حافظې ته وسپارو او په بیانول کې یې را ته اسانتیا رامنځته شي. ژبه فکر کول اسانوي او که یوازې یې د لېږدولو لوښی ګڼو، نو دغه لوښی په فکر کولو کې داسې رغنده رول لري چې بې له دې نه به د فکر کولو نظام ګډوډ او حتی د لېږد او ودې وړ نه وي. دا خبره هم کېږي چې : اورېدل، بیانول، لیکل او لوستل د فکري ودې لامل ګرځي. یعنې د ژبې پراختیا فکر پراخوي.

د انسانانو ځینې جنیتکي ځانګړنې لکه د سترګو رنګ او د وېښتانو رنګ ارثي کېدای شي. خو ژبه یې ارثي نه ده. ژبه په ټولنه کې له نورو څخه زده کېږي او هره ټولنه ځانته فرهنګ لري، نو ژبه یوه فرهنګي پدیده ده.

که کوم ماشوم په چین کې وزېږي او د پیداېښت سره سم د پښتنو سیمي ته راوستل شي، نو پښتو خبرې به کوي. خو که کوم مرغه له یوې سیمې نه بلې ته بوځئ هغه به بیا هم د هماغې سیمې د مرغانو غوندې اړیکې تینګوي یعنې د نورو ژوو ژبې ارثي خو د انسان هغه بیا فرهنګي پدیده ده.

حافظه د ژبې په زده کړه کې ډېر مهم ارواپوهنیز لامل دی. ماشوم د ژبې زده کولو پر  مهال د وییونو پېژندل د جملو جوړښت او پر ځای کارونه کې د حافظې نه پرېمانه ګته اخلي. که ماشومان هغه وییونه، جملې او اصطلاحات چې مخکې یې اورېدلي رایادې نه کړي. د ذهني معناو او د ژبې جوړښت لپاره به یې بنسټ کمزوری وي.

وړاندیزونه

د پښتو ژبې د معیاري نصاب او همدا شان د ارواپوهنیزې ژبپوهنې د ودې لپاره دې لاندې وړاندیزونو ته پام وشي:

۱: په لوړو زده‌کړو کې دې د ژبپوهنې په برخه کې د ارواپوهنیزې ژبپوهنې ونډه ډېره شي.

۲: د ارواپوهنیزې ژبپوهنې څخه دې په ګرامر کې ګټه واخیستل شي.

۳: د ارواپوهنیزې ژبپوهنې د موضوعاتو( د ژبې او فکر اړیکه، ژبه او اړیکې، د ژبې د ودې پړاونه او داسې نورو) پر اړه لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

۴: د پښتو ژبې د اسانې زده‌کړې لپاره دې په ښوونیز نصاب کې د ارواپوهنیزې ژبپوهنې څخه ګټه واخیستل شي.

۵: د ژبې او مغز پر اړه د ژبپوهانو او ډاکټرانو ګډو څېړنو ته اړتیا ده.

۶: د ارواپوهنیزې ژبپوهنې پر اړه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

۷: له نړیوالو ژبو څخه دې د ارواپوهنیزې ژبپوهنې پر اړه اثار پښتو ژبې ته وژباړل شي.

۸: د پښتو ژبې لپاره پښتو ژبپوهنیزې ټرمینالوژي ته اړتیا ده، د با صلاحیته ژبپوهانو له خوا دې دا ستونزه حل شي.

ماخذونه

۱- استاینبرگ، دني.( ۱۳۷۸ ). درآمدی بر روانشناسی زبان،( ترجمه ارسلان گلفام)، تهران: سازمان مطالعه تدوین کتب علوم انسانی.

۲- حبیبی، محمد ناصر و روهینا ظفری.( ۱۳۹۳ ). روانشناسی ارتباطات، کابل: انتشارات خراسان.

۳- حجازی، محمود فهمی.( ۱۳۷۹ ). زبانشناسی عربی،( ترجمه حسن سیدی)، تهران: سازمان مطالعه تدوین کتب علوم انسانی.

۴- رفیق، محمد رفیق.( ۱۳۹۴ ). د پښتو ژبې د تدریس اصول، کابل: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه.

۵- ساعی، میر محمود.( ۱۳۷۲ ). زبان آموزی( رشته علوم تربیتی)، مرکز چاپ و انتشارات دانشگاه پیام نور.

۶- ستوری، کبیر.( ۲۰۰۰ ). ژبساپوهنه، پېښور: د پښتونخوا د پوهنې دېره.

۷- یول، جورج.( ۱۳۸۶ ). نگاهی به زبان،( ترجمه نسرین حیدری)، تهران: سازمان مطالعه و تدوین کتب علوم انسانی.