اروا پوهان وايي دا ۴۳ خبرې د هر انسان ژوند ښه کولی شي

ژباړه: مریم محمدي

د شخصیت جوړونې لپاره:

۱- هیڅکله هم خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ، ځکه تاسو نه پوهیږئ د هغوی په ژوند کې څه تیږي.

۲- منفي فکر مه کوئ، د دې پر ځای خپله انرژي په مثبتو کارونو مصرفه کړئ.

۳- خپله له اندازې ډيره انرژي په کار مه مصرفوئ.

۴- ځان ډير جدي مه نیسئ.

۵- خپلې وړتیاوې د نورو په بې ارزښته کارونو مه مصرفوئ.

۶- په ویښه ډير خیالونه وګورئ، د عملي کولو لپاره یې مټې بډ وهئ.

۷- له حسادت څخه لاس واخلئ، ځکه دا مو شخصیته تاوان رسوي.

۸- تیر هیر کړئ، د تیروتنو هر ځلي یادول ګټه نه لري.

دا کارونه مو د اوس آرامښت له منځه وړي:

۱۹ – ژوند ډير لنډ دي په دې نه ارزي چې، له یو بل نه متنفر اوسئ، هڅه وکړئ چې مینه خپره کړئ.

۲۰- له وخت سره سمون یا ګذشت ولرئ، ځکه چې نه سمون مو تاواني کوي.

۲۱- له ځان نه پرته بل څوک تاسو نه شي خوشالولی، نو ځان مو خوشاله ساتئ.

۲۲- ژوند یو ټولګی دی، نو ضرور په کې یو څه زده کړئ.

۲۳- په ژوند کې ستونزې د الجبر د درس په شکل دي، نو د حال لپاره یې فرمولونه زده کړئ.

۲۴- ډېر وخاندئ، په شونډو مو مسکا مه هیروئ.

۲۵- مجبوره نه یې چې په هر بحث کې بریالي شئ، له ناکامۍ مو درس واخلئ.

دا کارونه د ټولینزو اړیکو لپاره وکړئ:

۲۶- کله ناکله خپلو دوستانو او د کورنۍ غړو ته زنګ ووهئ.

۲۷- هر ورځ یو نوی او ښه شی نورو ته زده کړئ، خپله هم د زده کړې په حال کې اوسئ.

۲۸- د هر چا لپاره بخښنه کوئ، که هر څومره دا کار درته سخته هم اوسي.

۲۹- د دوستانو په لیست کې مو ماشومانو او لویانو ته هم ځای ورکړئ.

۳۰- کوښښ وکړئ هره ورځ درې نفره وخندوئ.

۳۱- دا چې نور ستا په اړه څه فکر کوي، دا مهمه نه ده، مهمه دا ده چې د خپل ځان په اړه څه فکر کوې.

۳۲- د نارړغۍ په وخت کې له رړغتیا پرته د بل کار په اړه فکر مه کوئ.

د کامابه ژوند لپاره دا کارونه وکړئ:

۳۳- مثبت کارونه وکړئ.

۳۴- له بې ګټې، زشت یا هم ناخوښ کار لاس واخلئ.

۳۵- مینه د هرې ستونزې او هرې ناروغۍ درمل دي.

۳۶- ډاډه اوسئ چې یوه ورځ به مو هڅې رنګ راوړي.

د روغتیا لپاره هم پام وکړئ:

۳۷- اوبه ډير وڅښئ.

۳۸- سهارنۍ مه هیروئ.

۳۹- له ترکارۍ ډيره ګټه واخلئ.

۴۰- ویټامین لرونکي خواړه وخورئ.

۴۱- ورزش وکړئ.

۴۲- هر ورځ ۱۰ دقيقي سکون او ارامښت وکړئ.

۴۳- ۷ ساعته خوب وکړئ.