اروا پوهنه څه ده او څه کوي ؟

 لیکنه: زکریا رحیمي

عصري اروا پوهنه د ساینسي څېړنو د طریقو لپاره هڅه ده او په نورو ډېرو رشتو کې ډېره ګټوره ثابته شوې. پیل یې په ۱۹ پېړۍ کې وشو او د طریقو د ساینسي څېړنو مشري دوه نورو مضمونونو کوله چې بیولوجي او فیزیلوجي وه. له ۱۹ پېړۍ تر اوسه هڅې بریالۍ شوې او د پوهې یوه لویه برخه تولید شوه کومه چې د ارواپوهنې د ساینس په توګه د پوهې یوه لویه تنه جوړوي. کله چې اروا پوهنه ساینس شوه نو ډېرو خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوه چې د څه ساینس ؟ ځینو د اروا ساینس نوم ورکړ خو ساینس یې دا نور رد کړ ځکه ارو په خپله مذهبي نوم دی او ساینس د مذهب اړوند څېړنې نکوي ؛ ځینو ورته د ذهن ساینس نوم ورکړ او ځینو بیا ورته د خبرتیا د ساینس نوم ورکړ خو اروا پوهنې دا ټول نومونه رد کړل ځکه چې اروا پوهنه د شیانو مطالعه نکوي او د خبرتیا تر څنګ بې ارادې کړنې هم مطالعه کوي. اروا پوهنه د کړنو او د چلند مطالعه کوي او تر ټولو وروستی نوم یې د چلند ساینس شو کوم چې عصري اروا پوهنې ته کاریږي.
 
څرنګه انسانان له یوبل سره توپیر لري؟ ولې په یوه ځانګړي حالت کې د هر کس کړنې یو بل سره توپیر لري ؟ د همدې پوښتنې د ځوابولو لپاره ډېر مسلکي اروا پوهان په خلکو ازموینې کوي تر څو یې عوامل پیدا کړي او په دې ځان پوه کړي چې د هر وګړي کړنې څومره له چاپېریال سره تړاو لري او څومره ارثي دي. دا ډول اروا پوهان په هغو محکمو کې دندې لري چې د مجرمو کم عمرو په اړه قضاوت کوي او یا د پوځ له هغې څانګې سره دنده لري چې د افسرانو جلب کوي.
 
ساینسي پوهه مونږ ته د دې وړتیا راکوي چې وړاندوینه وکړو او کټرول پرې ولرو. د بېلګې په توګه په ښونځي کې د یوه کم عمره د زده کړو په اړه وړاندوینه او د ازموینې لپاره یې په وړتیا کې زیاتولی او د ناکامېدو مخنیوی. یو وخت جګړه وه او د جګړې لپاره پوځ جلب کېده له جلب کېدو وروسته سمد لاسه روزنې ته لېږل کېدل خو د روزنې موده به تېره شوه مګر پوځ به نه وو روزل شوی کله چې اروا پوهانو له پوځ ازموینې واخیستې پایله دا وه چې د کمې وړتیا خلک جلب شوي او وړتیا لرونکي هم ورسره ځنډېدلي. وروسته د کنټرول لپاره اروایي ازموینې پیل شوې.
 
د اروا پوهنې ساینس یوازې د انسانانو ترمنځ توپیر نه لټوي بلکې په دې هم تمرکز کوي چې انسانان یو بل ته ورته والی هم لري که نه ؟ کوم ډول ورته والی لري ؟ اروا پوهنه د دې مطالعه کوي چې مونږ یو څه ته څرنګه کتنه کوو، څرنګه زده کړې کوو، څرنګه مو په یاد کې پاتې کیږي او څرنګه فکر کوو. کوم حسونه او احساسات لرو، عمل ته د هڅېدو لپاره څه ته اړتیا ده. اروا پوهنه نر، ښځه، کوچنیان، بلوغ ته رسېدلي مطالعه کوي او همداسې د ژو چلند ته هم کتنه کوي. له دې پرته اروا پوهنه نورمال او غېرې نورمال مومي او تاسې کولای شی د هرې یادې شوې موضوع په اړه د اروا پوهنې کتابونه پیدا کړئ لکه د کوچنیانو اروا پوهنه، د ژو اروا پوهنه، د بې نظمیو اروا پوهنه.
 
که چېرې اروا پوهنه سمه تعریف کړو نو د ساینس له هغو څانګو څخه یې په اسانۍ جلا کولای شو چې ډېر نږدېوالی ورسره لري :
 
اروا پوهنه او د ټولنې پېژندنه :
د ټولنې پېژندنه د یوې ځانګړې ډلې د کړنو مطالعه کوي خو اروا پوهنه د یوه ځانګړي کس د کړنو مطالعه کوي خو دواړه ممکن د یوه ځانګړي ټولنیز عمل مطالعه وکړي د بېلګې په توګه که دواړه مضمونونه د رایې ورکوونې مطالعه وکړي اروا پوهنه د یو څو کسانو مطالعه کوي خو د ټولنې پېژندنه د ټولو وګړو مطالعه کوي. په تیوریکي توګه یې توپیر همدومره روښانه دی خو په عمل کې همدا توپیر نور هم سره وېشل شوی دی د بېلګې په توګه د ټولنې پېژندنه د رایې ورکولو لپاره د وګړو انګېزه مطالعه کوي خو اروا پوهنه د اکثریتو پرېکړه مطالعه کوي. ټول ټولنیز ساینسونه د سیاسي ساینس، اقتصاد په شمول د اروا پوهنې اړخ لري
 
اروا پوهنه او بیولوجي:
بیولوجي د ژوندیو ساینس دی او ژوندي مطالعه کوي خو دا ساینس په خپل ځان کې اروا پوهنې ته هم اړتیا لري تر څو د ژوندیو ذهن مطالعه کړي. مونږ کولای شو اروا پوهنې ته بیولوجیکي ساینس ووایو او یا هم اروا پوهنه د بیولوجي یوه برخه وګڼو. اروا پوهنه د بیولوجي له ځینو نورو څانګو سره هم ډېر نږدې تړاو لري لکه د ژو اروا پوهنه چې د زولوجي یوه لویه برخه جوړوي او د ټولو ژو چلند مطالعه کوي. جنتیکي اروا پوهنه ذهني ارث مطالعه کوي.
 
اروا پوهنه او فیزیولوجي :
له اروا پوهنې سره تر ټولو نږدې تړاو لرونکی مضمون د انسانانو او ژو فیزیولوجي ده. فیزیولوجي د بیولوجي یوه څانګه ده، فعالیت او کړنې مطالعه کوي. اروا پوهنه په فزیولوجي کې ذهني فعالیت مطالعه کوي خو خپله فیزیولوجي بیا د تنې فعالیت ته ځان وقف کړی دی خو همدا توپیر بیا ډېر پېچلی سره وېشل شوی د بېلګې په توګه حس نو پوښتنه داده چې حس ذهني فعالیت دی او که د تنې فعالیت. دواړه اروا پوهنه او فیزیولوجي د حس مطالعه کوي خو ارو پوهنه د حسونو طبقه بندي سره کار لري او فیزیولوجي د یوه غړي د حس تشرېحي مطالعه کوي. همداسې خبرې : فزیولوجي د غږیزو غړو مطالعه کوي، په مغز کې د خبرو اترو برخه مطالعه کوي خو اروا پوهنه په کوچنیانو کې د خبرو اترو د زده کولو بهیر مطالعه کوي، د خبرو او فکر تړاو مطالعه کوي، د ژبې بندېدل مطالعه کوي ځکه چې د ژبې بندېدل هم کومه فزیکي بڼه نلري بلکې ذهني بې نظمي ګڼل کیږي. په ورته وخت کې هر فعالیت کوم چې ذهني دی فزیکي هم دی لکه فکر کول خو د فکر لپاره مغز ته اړتیا ده خو دا ناممکنه چې داسې فعالیت پیدا کړو چې یوازې فزیکي وي او ذهني نه وي له همدې امله فیزیولوجي د اروا پوهنې په تنه کې پرېوتې څانګه ګڼل کیږي.