اروپايي ټولنې  او یو ناما د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی

د اروپايي ټولنې د سفیرانو کمیټه د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو په خپله ګډه اعلامیه کې له افغان میرمینو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او افغانستان کې د سولې روانو خبرو کې ددوی پر ونډې ټینګار کړی

په هغه اعلامیه کې، چې د اروپايي ټولنې د سفیرانو ګډې کمیټې د ښځو د نړیوالې ورځې په تړاو خپره کړې پکې له افغان ښخو ملاتړ څرګند شوی او د افغان سولې په چارو کې د هغوی پر ونډې ټینګار شوی.

اعلامیه له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو پیل ته په اشارې لیکلي که چېرې ښځې په دغه بهیر کې شاملې شي نو د بریا چانس یې زیاتیږي.

اعلامیه دوحه او المان کې د سولې خبرو په اړه په جوړیو شویو غونډو کې د ښځو ګډون ته په اشارې ویلي یادو غونډو کې د ښځو پراخ ګډون د دې لامل شو، چې طالبان درک کړي چې افغانستان په ۲۰۱۹ز کال کې له هغه ویجاړ هېواد سره ډېر توبير لري چې د طالبانو په پنځه کلن دوران کې وو.

همدا راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما ویلي د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي، خو د ښځو حقونه او د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې نباید د دغه بهیر قرباني شي.

د ملګرو ملتونو سازمان همداشان له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو د ډیرې ونډې غوښتنه هم کړې ده.

دغه بنسټ ویلي چې د سوله ییزې او هر اړخیزې ټولنې رامنځته کیدو لپاره اړتیا ده چې افغانې ښځې، ښوونې او روزنې، روغتیا او غوره چارو ته لاسرسی وموندل شي او ټولو سیاسي پریکړو کې له پارلمان څخه نیولې د سولې مذاکراتو پورې، ښځې په بشپړه توګه استازي ولري.

تدامیچي یماموتو چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی دی، ویلي سره له دې چې افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو د پام وړ پرمختګونه شوي دي، خو لاهم دې برخه کې سیاسي او ټولنیز فشارونه شته چې باید دغه وضع بدلون وکړي.

نن د مارچ د میاشتې اتمه ورځ د ښځو نړیواله ورځ ده، چې هر کال د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لمانځل کیږي