د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په یوه ټویټ کې د معترضو مېرمنو د خلاصون غوښتنه کړې.
نوموړی وايي، خپلسري نیول کېدل او د هېوادوالو ورکېدل د ولسي حکومت ادعا تر پوښتنې لاندې راولي او په وینا یې دا د بشر حقونو ژمنې خلاف کړنې دي.