اروپايي ټولنې له افغان حکومت سره سل ميلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د کليدي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره يې سل ميليونه يورو منظور کړي دي. له دې ټولنې په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اروپايي ټولنې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اصلاحاتو په ترسره کولو کې د پراختيايي پاليسۍ د ښه والي، د اقتصادي پايښت د ساتنې، د عامه مالي مديريت ښه پرمخ وړلو او د دولتي شفافې بوديجې د پياوړي کولو په موخه، نن سل ميليونه يورو منظور کړي دي. سرچينه کاږي، اروپايي ټولنې ياده پرېکړه د تېرو ١٢ مياشتو په اوږدو کې د اصلاحاتو له مثبتې ارزونې وروسته وکړه. يادې پيسې د دولت جوړونې د هوکړه ليک (SBC) يوه برخه ده چې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر مياشتې په څلورمه د بروکسل کنفرانس په اوږدو کې له افغانستان سره لاسليک شو.

سرچينه زياتوي، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د دغې مالي مرستې موخه اقتصادي وده، د کار موندنه او د خدمتونو تضمين دى. په خبرپاڼه کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي له خولې راغلي دي چې د يادې مرستې منظوري په دې معنا ده چې افغانستان په مهمو برخو، لکه عامه پاليسي، لوى اقتصادي، مالي مديريت، څارنه او د بوديجې روڼوالي کې ښه پرمختګ کړى دى.