اروپایي اتحادیې له کانونو وزارت سره لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د کانونو او پېټرولیم وزارت چارواکي وایي، چې دوی ټولې مرستې په راڼه ډول پرځای لګولي او دا د دې سبب شو، چې اروپایي ټولنه له دوی سره لس میلیونه یورو نوره مرسته هم اعلان کړي. بل پلو د کانونو وزارت وایي دوی به دغه لس میلیونه یورو اعلان شوې مرسته د ظرفیت لوړونې، اصلاحاتو او نورو اړوندو برخو کې ولګوي. د یاد وزارت په وېنا دوی هڅه کوي، چې د کانونو برخه کې پانګونه جذب کړي. د کانونو وزات په باور د افغانستان د پرمختګ یوه اغېزناکه لار پر کانونو سالمه پانګونه ده.