اروپا : د ناټو عمومي قوماندان وايي ښايي روسیې طالبانو ته وسلې ورکړي وي

په اروپا کې د ناټو د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، روسیه احتمالاً د افغانستان د حکومت پر ضد له جنګېدونکو طالب یاغیانو سره پوځي مرستې کوي.

امریکايی جنرال کرتیس سکاپاروټي (Curtis Scaparrotti) د تیره ورځ د متحدو ایالتونو د سناجرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې په طالبانو کې د نفوذ د زیاتېدو لپاره یې د روسیې د هلوځلو شواهد لیدلي دي او ښايي روسیې طالبانو ته پوځي وسیایل هم ورکړي وي.

سکاپاروټي دا څرګندونې مخکې تر دې وکړې چې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي په زغرده د طالبانو دفاع وکړه، دا ډله یې د داعش پر ضد جنګېدونکې، منځنۍ اسیا ته د داعش مخنیوونکې او یوه غیر جهادي ډله وبلله چې نورو هیوادونو ته جهاد نه صادروي او په افغانستان کې د حقیقي دولت د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

په اروپا کې د ناټو د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاپاروټي، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ګډې درستیزوالۍ د ريیس او د قوماندان په توګه دندې اجرا کړي، ونه ویل چې روسیې به طالبانو ته دقیقاً څه ډول وسلې ورکړي وي.

روسي چارواکو تر دې وړاندې طالبانو ته د وسلو ورکړه رد کړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، طالبانو ورته ویلي چې لږترلږه له ۲۰۰۷ م کال راهیسي له مسکو سره فوق العاده تماسونه لري خو له دوی سره د روسیې اړیکې د اخلاقي او سیاسي ملاتړ تر حده پورته نه دي تللي.

طالبانو، چې پخوا په پاکستان پوري محدود او منحصر ول، په وروستیو کلونو کې له ایران سره هم تودې اړیکې جوړې کړي دي.

طالبانو هغه مهال د ایران باور په ځان پیدا کړ چې د ایران د حساسیت د نه پارېدو لپاره یې د دغه هیواد خواخوږي یې په خپل حال پرېښودل چې ماشومان یې ښوونځي ووايي، په سیمو کې یې د بیارغونې چارې پرمخ لاړې شي، اوسېدونکي یې په دولتي ادارو کې کار وکړي او له مرستندویو ټولنو بې وېرې مرستې واخلي.