اريان خان: اميتاب بچن زما د هنر د ډګر ايډيال او زما رول ماډل دى

د افغانستان مخکښ او نوميالي هنرمند اريان خان د بالي ووډ نوموتي او ليجينډ اداکار اميتاب بچن ته د هغه د کليزې په ورځ مبارکي ويلې ده.

اميتاب بچن چې نن ٧٨ کلن شو، اريان خان يې په اړه په ټولنيزو رسنيو کې په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې اميتاب بچن زما د هنر د ډګر ايډيال او زما رول ماډل دى.

د عکسونو او ويډيو خپرونکي مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې اريان خان د اميتاب بچن او ځينې خپل عکسونه خپاره کړي دي او اميتاب بچن ته يې د هغه د ٧٨ کلمې په ورځ مبارکي ويلې ده.

 

اريان خان ليکي: ((د زېږون کليزه مو مبارک اميت جي!)) هغه همدا راز مخکې ليکي: ((اميتاب بچن زما د هنر د ډګر ايډيال، زما رول ماډل، زما الهام، زما هڅونه، زما قوت.))

همدا راز له دې عکسونو سره هغه ځينې هشټاګونه هم کارولي دي، چې پکې (هنر، درناوى، قدر، عزت، الهام، ايډيال) ليکل شوي دي

د يادولو وړ ده چې د بالي ووډ دا مخکښ او نوميالى هنرمند اميتاب بچن په ١٩٤٢ کال کې د اکتوبر په ١١مه نېټه زېږېدلى و. هغه په سلګونو فلمونو کې کار کړى دى او د بالي ووډ يو مخکښ او ليجينډ اداکار په توګه يادول کېږي.

هغه ته د بالي ووډ ټولو مشهورو هنرمندانو په ټولنيزو رسنيو کې د ٧٨يمې کليزې مبارکي ويلې ده او د هغه د اوږده عمر لپاره يې دعاګانې هم کړې دي.

 

اميتاب بچن اوس مهال نه يوازې په څو فلمونو کې کار کوي، چې په نږدې وخت کې به نندارې ته وړاندې شي، همدا راز د (څوک غواړي چې ميليونر شي) خپرونې ١٢م پړاو کې هم کار کوي، چې په ټلويزيون خپرېږي.

 

ياده دې وي چې اريان خان چې د هېواد مخکښ هنرمند دى، اوسمهال په ځينو انقلابي سندرو کار کوي، هغه وايي چې غواړي په هېواد کې هنري انقلاب راولي او د تاريخي مشرانو په اړه هنري کارونه ترسره او هغه هېوادوالو ته وړاندې کړي.

کاپي هنرستان…