اريان خان: کمال ناصر اصولي د احمد شاه بابا فکري کاروان روان کړى

د هېواد مخکښ هنرمند، سندرغاړى او موډل اريان خان وايي، چې کمال ناصر اصولي د لوى امپراتور احمد شاه بابا فکري کاروان روان کړى دى.

 

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي کمال ناصر اصولي په دې وروستيو کې داسې يو کار روان کړى دى، چې دولتي ادارو او چارواکو ته د لوى امپراتور احمد شاه بابا انځورونه ډالۍ کوي، تر څو په خپلو دولتي دفترونو کې يې ولګوي.

له همدې امله نوموړى د اريان خان له لوري هم ستايل شوى دى او هغه وايي، چې کمال ناصر اصولي د احمد شاه بابا فکري کاروان روان کړى.

 

اريان خان په خپله فېسبوکپاڼه کې همدا راز ليکلي دي: ((داسې پروسه يې پيل کړې چې د ستر امپراتور احمد شاه بابا انځور د دولتي چارواکو رسمي دفترونو ته رسوي او نږدې د هر چارواکي په دفتر کې به د ستر احمد شاه بابا انځور لګېدلى وي.))

 

نوموړى په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((دا چاره هم نړيوال عرف دى او هم د رښتينو افغانانو پرې اجماع ده، خو د ولسي جرګې دننه ځينې مغرضې کړۍ د دې چارې د مخنيوي هڅې کوي.))

 

هغه په ډاګه د چا نوم نه دى اخيستى.

د يادولو وړ ده چې له څه وخت راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې دا کمپاين روان دى، چې د احمد شاه بابا انځورونه دې نه يوازې په ټولو دولتي دفترونو کې ولګول شي، بلکې په افغاني نوټونو دې هم د احمد شاه بابا انځورونه چاپ شي.

اريان خان چې د هېواد په مهمو مسئلو په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کوي، په دې تړاو يې هم پوسټ کړى دى او کمال ناصر اصولي يې له دې امله ستايلى دى، چې د احمد شاه بابا انځورونه د هېواد دولتي او رسمي ادارو ته رسوي، تر څو هلته ولګول شي.

کاپي هنرستان…