د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، واشنګټن او کابل د سولې په شمول ګڼ مشترک اهداف سره لري او د مذاکراتو له پيل وړاندې دواړو لوریو په دې هوکړه کړې چې طالبان به تاوتریخوالی کموي و اوربند ته به لاره خلاصېږي.
نوموړي زیاتوي، امریکا منلې ده چې له وسله والو طالبانو سره به داسې هوکړه نه کېږي چې د کابل سلا په کې شامله نه وي.
د نوموړي په وینا، د امریکا حکومت کابل ته ډاډ ورکړی چې له دې وروسته به د افغان سولې په اړه هر اقدام د کابل په مشوره اخیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب سرچینې لا هم له افغان حکومت سره د اوربند خبره نه مني او وايي، چې له افغان حکومت سره مذاکراتو ته هم نه کېني، بلکې د اوربند خبره به له افغاني لوریو سره په مذاکراتو کې کېږي.