ارګ په زابل کې وروستی وسلوال برید وغنده

ولسمشرۍ ماڼۍ د زابل کلات ته څېرمه د امنیتي ځواکونو پر مرکز د وسلوالو له لوري برید په اړه اعلامیه خپره کړې، دغه برید یې په سختو ټکو غندلی دی. اعلامیه کې د ولسمشر په حواله ویل شوي، چې د سولې په تړاو د افغان ولس هیلي او د کرونا ویروس له امله د اندېښنو تر څنګ دا ډول بریدونه، نه یوازې چې د سولې فرصت ته زیان ورسوي، بلکې د وسلوالو پر وړاندې به د ولس کرکه او نفرت لا ډېر شي. یاد ډله ییز برید، چې د وسلوالو له لوري زابل ولایت کلات ښار ته څېرمه د افغان امنیتي ځواکونو پر یو مرکز شوی وو، د راپورونو له مخې ۲۴ افغان امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي دي. د زابل ولایتي شورا رییس عطا جان بیا ویلي، برید د وسلوالو طالبانو له لوري شوی، چې ۱۰ پولیس او ۱۴ د ملي اردو سرتیري پکې وژل شوي دي.