ارګ یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې

ارګ یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې؛ خو اجرایه ریاست د تاوتریخوالي د کمولو خبره کوي ارګ په وار، وار ویلي چې یواځې د تاوتریخوالي کمول د سولې بین الافغاني خبروته زمینه نشي برابرولی، ترڅو چې اوربند ونه شي؛ خو په عېن حال کې بیا اجرایه ریاست وایي، د تاوتریخوالي کمول کولای شي، چې د سولې خبروته زمینه برابره کړي.

ارګ او سپېدار ماڼۍ د سولې په برخه کې په یوه خوله نه دي. ارګ په ځلونو ټینګار کړی، چې د وسله والو طالبانو له خوا افغان دولت سره اوربند کول بنسټیز شرط دی او یواځې اوربند کولای شي، چې د سولې بین الافغاني خبروته زمینه برابره کړي. خو د ملي وحدت حکومت اجرایه ریاست ویلي، چې د تاوتریخوالي کمول کولای شي، بین الافغاني خبروته زمینه برابره کړي. څو ورځې وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې طالبان له امریکایي لوري سره د تاوتریخوالي په راکمولو سلا شوي؛ خو له افغان حکومت سره اوربند ته نه دي چمتو. خو د دوشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې له امریکایي لوري سره د دوی خبرې پای ته رسېدلي او امریکایي لوري سره هوکړه لاسلیک لپاره وروستۍ شوې ده. درانی