ولسمشرۍ ماڼې وایي، ټاکنو محوره ګډ ملي حکومت د جوړولو په اړه د جمهوري ریاست انتخاباتو د کاندیدانو د شورا غوښتنه د قانون خلاف بللې ده.
د ولسمشرۍ ماڼې ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندیدان دې د ولس ارادې او تصمیم ته درناوی وکړي.
ښاغلي صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي د انتخاباتو شورا د انتخابات محوره ګډ ملي حکومت تر عنوان لاندې طرحې وړاندې کړې دي، چې د هیواد له اساسي قانون سره په څرګند مخالفت کې دي.
د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو شورا د یوې طرحې په وړاندې کولو سره په افغانستان کې د “انتخابات محوره ګډ ملي حکومت” جوړولو غوښتنه وکړې او زیاته کړې یي ده چې د ټاکنو نه د بحران وتلو لپاره یاده طرحه غوره ګڼلې.