ازبکستان کې نن یکشنبه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي

په ننیو انتخاباتو کې به شوکت مېر ضیایف له دریو نورو نوماندانو سره سیالي وکړي.

شوکت میرضیایف چې د ازبکستان اوسنی سرپرست ولسمشر دی، ډير اټکل کیږي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ازبکستان ولسمشر شي.

خاتم جان کتمانوف د خلکو ډیموکراټیک ګوند انتخاباتو ته درولی دی، سرور اته مرادوف د ډیموکراټیک ګوند استازی دی او نریمان عمروف هم د عدالت ګوند استازی دی، چې ټول یې حکومت پلوي دي.

د ازبکستان د انتخاباتو کمېسیون ډاډ ورکړی چې انتخابات به په پوره شفافیت ترسره شي.

د بشري حقونو فعالانو په ازبکستان کې پخوا څو- څو ځله پر حکومت تور پورې کړی، چې خلکو ته پوره درناوی نه ساتي او د ډېرو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

ازبکستان کې ۲۱ میلیونه کسان د رأیې ورکونې په شرایطو برابر دي او تمه ده نن د خپل راتلونکې ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې وکاروي.