ازموينه؛ تر شا يې پټ راز!

 

ليکوال: وفي الله حکيم

د انسان ژوند د لويو مقاصدو له پاره رامنځ ته شوی، انسان د ځمکې دې خاورينې کرې ته د دې له پاره رااستول شوی، چې خپل ماموريت او مسؤليت تر سره کړي، هغه ماموريت چې د ژوند او اخرت د سرلوړی او برياليتوب راز پکې پروت دی.

انسان تر ډيره په ژوند کې ناخبره او بې باکه يې، د کايناتو او طبيعت په دايره کې تيرې شوې او پيښيدونکي کړنې ورته هسې تصادف بريښي هېڅ تصور نه کوي، چې شايد د دې ټولو تر شا به ضرور يو راز پروت وي، داسې راز چې انسان کولی شي خپل ځان او راتلونکی پکې سبمال کړي، د اخروي ژوند له پاره د کاميابۍ الهام ترې واخلي.

د طبيعت هر څرک د انسان له پاره ژور پيغام لري، داسې پيغام چې د ژوند راتلونکی پکې تضمينيږي، د هوساينې او فلاح لور ته پکې د انسان ميلان پيدا کيږي او د نيکمرغيو او سعادت پر لور يون پيلوي.

د ژوند په هر پړاو کې انسان د يو ډول ازمېښت او ازموينې سره مخ کېږي، چې دا ازموينه انسان ته د ويښيدو او بيداريدو پيغام د ځان سره لري، په تعليمي چوکاټ کې کلنۍ، مياشتنۍ او سمستر وارې ازموينې هم د ويښ او هوښيار انسان له پاره د اخروي ژوند د سعادت مندۍ له پاره د تابيه نيونې پيغام ورکوي، انسان ته دا فکره ورکوي، چې يوه ورځ به د ځواکمن خدای په وړاندې د خپل ژوند ذره ذره ازموينه ورکوې، د هر ووړ او ستر کار حساب به د هغه مخې ته ږدې؛ که د ژوند د يوې کوچنی او ټاکلې برخې ازموينه درباندې دومره سخته او ستونزمنه وي، نو څه فکر کوئ، چې د ټول ژوند په اړه عمومي ازموينه بيا د قهار او عظيم خدای په وړاندې به څومره ستونزمنه او کړکېچنه وي.

راځئ د ژوند له هرې برخې الهام واخلو د اخروي ژوند له پاره خپل اعمال سم او ځانونه سمبال کړو.

حقيقت دادی، چې د دنيا په ازموينه کې د اخرت د ازموينې الهام پروت دی، که څوک ورته په ځير ځير تم شي او فکر پکې وکړي.