چې تیارو ته بل مشال دی نو استاددی
چې تصویر دژوند دخیال دی نو استاددی
چې د هر چاد خوبونو لوی تعبیر دی
له هر چا چې بې مثال دی نواستاددی
چې هر څوک یې لوړ مقام ته رسولي
چې د چا لاس کې کمال دی نو استاد دی
تل د علم په ګاڼه شاګرد سنبال کړي
چې قابل د لوی جلال دی نواستاد دی
روشني یې په بیدار هم راخوره ده
چې هم ستوری هم هلال دی نو استاد دی
بصیر بیدار ستوری