استرالیایۍ وکیله مشرانو جرګې ته په چادري کې ننوتله

 

پاولین هانسن له چادرۍ سره مشرانو جرګې ته تللې او پر خپله څوکۍ ناسته ده

په استرالیا کې د “یوه ولس” په نوم ښي اړخي سخت دریځي ګوند مشره پاولین هانسن د استرالیا مشرانو جرګې غونډې ته په چادرۍ کې ورغلې وه.

هانسن د مشرانو جرګې ته په داسې حال کې ننوتله، چې توره چادري یې اغوستې وه او پر څوکۍ تر کښېناستو وروسته یې د حاضرینو پام ځان ته ورجلب کړ.

د استرالیا د عدلیې وزیر جورج برانډیس د اغلې هانسن دا ګام غندلی او په هېواد کې یې مذهبي ډلو ته له سپکاوي ډک ګڼلی دی.

د مخالفو ګوندونو استازي پاڅېدل او هانسن ته د برانډیس د وینا پرمهال یې چکچکې وکړې.

استرالیا پر نقاب لرونکو مېرمنو بندېز لرې کړ

هانسن په یوه ویناپاڼه کې ویلي: “په عامه ځایونو کې د حجاب بندیز اړتیا (چې ټول مخ پکې پټ وي) د معاصرې استرالیا لپاره یوه مهمه مسله ګرځېدلې ده. ”

د استرالیا مشرانو جرګه به پر پنجشنبې ناوخته د هانسن له خوا پر برقع د بندیز وړاندیز وڅېړي.

د مشرانو جرګې مشر سټیفن پري مني چې اغلې هانسن د مشرانو جرګې ودانۍ ته له ننوتلو وروسته پېژندل شوې ده.

پاولیسن هانسن په ۱۹۹۶ کال د استرالیا پارلمان ته لاره موندلې ده.

هغې په ۲۰۱۶ کال یوه لانجمنه وینا وکړه چې په وینا یې، استرالیا د “مسلمانانو له خوا ډوبېدونکې” ده.