استرالیا دوهمې لوبې کې هم له هندوستان څخه په ۵۰ منډو ماتې وخوړه

د استرالیا او هندوستان تر منځ د پنځو یوې ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه هم هندوستان وگټله. دغې لوبې کې استرالیا په ۵۰ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کولي او رهانې غوره توپ وهنې په مرسته ۲۵۲ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره رهانې په ۶۴ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۵ او وېراټ کولي په ۱۰۷ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۹۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره کولټرنیل او رېچرډسن درې درې او کمېنس او اگر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې استرالیا ۴۳٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سمېت او سټوېنس نیمه سلیزو په مرسته ۲۰۲ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره سمېت په ۷۶ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۹ او سټوېنېس په ۶۵ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

هندوستان لپاره بونېشور کمار او کلدیپ یادف درې درې او پانډیا او چهل دوه دوه وېکېټې واخیستې.