د استرالیا لومړی وزیر ملکم ټرمبل پرون د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و او له ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو سره یې کتلي دي.
د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چي په دې لیدنه کي د استرالیا لومړي وزیر له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټیګار کړی دی او په افغانستان کي یې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د ټرمبل په وینا افغانستان او استرالیان تاریخي ملګري دي او استرالیا هڅه کوي چي دتاریخ په دې حساسو شېبو کي د افغانستان لاسنیوی وکړي.
د لومړي وزیر په وینا هېواد یې په دې لټه کي دی چي افغان ځوانانو ته په خپل هېواد کي د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي څو دوی وکړی سي په افغانستان کي د خدماتو جوګه سي.
د ټرمبل په وینا د استرالیا مرستې به له افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او تحصلاتي برخو کي ادامه ولري.