د استرالیا او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه د استرالیا په بریا سره پای ته ورسېده او سیریز دوه په دوه مساوي شو.
هند لوبډلې په دې لوبه کې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه.
ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره استرالیا ته د ۳۵۹ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې شکر داون د ۱۴۳ او روهیت شرما د ۹۵ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.
استرالیا ته توپ اچونه کې کومینز ۵ او ریچارډسن ۳ ویکټې واخیستې.
مقابل کې یې استرالیا لوبډلې د هنډسکومب په ښې توپ وهنې سره ۴۸م اور کې هدف ته د ۶ ویکټو په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د ۴ ویکټو په شتون کې وګټله.
هنډسکومب ۱۱۷، خواجا ۹۱ او په وروستیو کې اشتون ترنر په ۴۳ بالونو د ۶ شپږیزو او پنځه څلوریزو په مرسته ۸۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دا سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره کیږي، چې لومړۍ دوه لوبې یې هند او وروستۍ یې استرالیا وګټلې.
ټاکل شوې فاینل لوبه یې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ نیمو بجو پیل شي.
نصرت الله عمرزی