استرالیا کرکت ملي لوبډلې هندوستان ملې لوبډلې ته په څلورمه لوبه کې ماتې ورکړه

استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورمه ۵۰ اوره لوبه کې د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه د هندوستان په کوربه توب بنګلور لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه استرالیا لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه،چې په ټاکلو ۵۰ اورنو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره ۳۳۴ منډې جوړې کړې .

په توپ وهنه کې ډیویډ وارنر ۱۲۴ او فینچ ۹۴ تر نورو ډیرې منډې وکړې او هندوستان لوبډلې ته یې د ۳۳۵ منډو هدف ورکړ.

د هندوستان لخوا یادف ۴ او جدف یو لوبغاړی وسوزاوه.

هندوستان لوبډله په هدف تر لاسه کولو کې پاتې راغله په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوزیدو سره یواځې ۳۱۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.

جدف ۶۷،روحیت شرما ۶۵ او ریهاني د ۵۳ منډو په جوړولو سره ښه وځلیدل.

ریچرډسن ۳، کولټر نیل ۲، کومینس او زامپا یو یو لوبغاړی وسوزاوه.

ددې لوبې غوره لوبغاړی ډیویډ وارنر وټاکل شو.

په روان سیریز کې لومړۍ درې لوبې هندوستان ګټلې وې.

ددواړو لوبډلو ترمنځ پنځمه ۵۰ اوره لوبه به د اکتوبر په لومړۍ نیټه ترسره شي.

نصرت الله عمرزی