استرالیا کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

د دواړو لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کیږي، چې لومړۍ څلور واړه لوبې یې استرالیا لوبډلې ګټلي دي.

استرالیا لوبډلې پاکستان ته څلورمه لوبه کې هم ماتې ورکړه

استرالیا کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان څخه څلورمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله.

استرالیا لوبډلې په دې لوبه کې پاکستان ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې ګلین مکسویل ۹۸، خواجا ۶۲ او کیري ۵۵ منډې وکړې.

مقابل کې یې پاکستان لوبډلې ته که څه هم عابد علي او محمد رضوان سلیزې ووهلې، خو بیا هم هدف ته ونه رسېدل.

دوی په ټولو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او لوبه یې د ۶ منډو په توپیر وبایلله.

توپ وهنه کې پاکستان ته عابد علي ۱۱۴ او محمد رضوان ۱۰۴ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي یې ښه ونه ځلېدل.

استرالیا ته کولټر نایل درې او سټواینز دوه ویکټې واخېستې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ روانه ده، چې لومړۍ څلور لوبې یې استرالیا لوبډلې ګټلي دي.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځمه لوبه د یکشنبې په مازیګر درې نیمې بجې پیل شي.

استرالیا لوبډله به هڅه کوي چې پاکستان ته کلین سویپ ماتې ورکړي، خو پاکستان به زیاته هڅه کوي، چې لوبه وګټي او له کلین سویپ څخه ځان وژغوري.

خبریال: نصرت الله عمرزی