استناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني لس کمېشنران په بند محکوم کړل

له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې استیناف محکمې د ټاکنو کمیسیون د پخواني مشر عبدالبدیع صیاد په ګډون د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو لس غړي په دوه نیم کاله تنفیذي بند محکوم کړل. د ټاکنیزو کمېسونونو دا غړي چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې یې درغلۍ او لاس وهنه کړې وه له دې مخکې په لومړۍ محکمه کې په پنځه کلن بند محکوم شوي وو. تردې وړاندې هغه مهال، چې د ولسي جرګې ټاکنې له جنجالونو سره مل شوې، ولسمشر غني د ټاکننیزو کمېسونونو غړي د تیر کال په سلواغې میاشت کې له دندې ګوښه او څارنوالي ته ور وپېژندل شول.