د ملي دفاع وزارت وایي، د دې ووزارت سرپرست اسدالله خالد د اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاهد آل نهیان سره تیره ورځ په ابوظبي کې ولیدل.
په دې لیدنه کې، د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراخوالي او له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د همکاریو په اړه بحث او خبرې شوي دي.
د متحده عربي اماراتو ولیعهد، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د خپل هېواد د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د ملي دفاع وزارت سرپرست، له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پراخوالي ټینګار وکړ.
اسدالله خالد همداراز، د متحده عربي اماراتو د وليعهد د ورور شیخ سلطان بن زاید آل نهیان په فاتحه کې ګډون وکړ او د دوی له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړه.