اسرائیل دبیت المقدس په سپېڅلو ځایونو کې زیارت جوړوي

 

اسرائیل وايي، د بیت المقدس په خورا سپېڅلو ځایونو کې به یو زیارت په تدریجي ډول بیا پرانېزي.

له یوې وژونکې حملې وروسته اسرائیل په دغو ځایونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي وو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون شنبه وویل، پرېکړه یې کړې چې سر له سبا؛ یعنې نن څخه د حرم شریف زیارت یا د غره ګنبده په تدریجي ډول پرانېزي، خو امنیتي تدابیر به زیات کړي.

ده وویل چې په دې ځای کې به فلز موندونکي ماشینونه او کمرې ځای پرځای کړي.

درې تنو چې په خټه عرب وو، د زیارت مخته پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه چې د پولیسو په ډزو ووژل شول.

حرم شریف د مسلمانانو او یهودانو لپاره مقدس زیارت ګڼل کېږي.