داسرائیلو هوایي پوځ لسګونه فلسطینانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د فرانس پریس خبري اژانس د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې شاوخوا ۳۶ فلسطیني وګړي وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار اداره وایي، چې وژل شوي ټول ولسي وګړي دي؛ خو اسراییلي پوځ وایي، چې دا بریدونه یې د هغو توغندیو په غبرګون کې کړي دي چې د اوربند سربېره حماس ډلې پر اسراییلي خاوره توغولي وو او وژل شوي او ټپیان د حماس ډلې غړي دي.