اسرایلو د اورلګیدنې په کنټرول کې له ترکیې مننه وکړه

د انادولیا خبري اژانس ویلي، د اسراييلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو په دغه هیواد کې د اورلګیدنې په کنټرول كې د تركيې له هلو ځلو مننه وكړه او زياته يې كړه چې رښتیني ملګري “په بده ورځ“ كې معلوميږي.

د تركيې د بهرنيو چارو وزارت ویلي ول چې په اسراييلو كې د ځنګلونو د اورلګېدنې د كنترول په موخه يې يوه اطفايوي الوتكه نوموړي هېواد ته لېږلې، څو هلته د اورلګیدنې د کنټرول په عملياتو كې ورسره برخه واخلي.

تر اوسه د دغه لګیدلي اور له امله لږ تر لږه ۵۰۰۰۰ كسان بې ځايه شوي دي.

د (ټي ار ټي) خبري سایټ ویلي، چې د اور د كنترول په موخه د ايټاليا، يونان، كروشيا او روسيې هېوادونو هم د مرستې وړانديز كړى دى.

باید وویل شي چې په اسرایلو کې دا اور له تیرو څو ورځو راهیسې لګیدلی دی، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات نشته.