اسفندیار وايي،پنجابیان که پښتانه وباسي موږبه پنجابیان له خپلو سیمو وشړو

 

ولي خان د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان که پنجابیان پښتانه له خپلو سیمو په زور وباسي نو د پښتنو هم دا حق دی چي پنجابیانو له خپلو سیمو وشړي.

هغه چي پرون یې د چارسدې په ولي خان باغ کي خپلو پلویانو ته وینا کوله، وویل، له پښتنو سره په پنجاب کي توپیري چلند روان دی، پښتانه ځپل کيږي او د حکومت ویاندویان د پښتنو پر ضد هغه ډول الفاظ کاروي لکه څو کاله مخکي چي د بنګلدیش پر ضد کارول کيدل.

ده زیاته کړې چي سر له نن به یې ګوند د حکومت په هېڅ ډول غونډه او بحث کي ګډون و نه کړي او تر هغه چي توپیري چلند د پښتنو پر ضد روان وي دوی به خپل تمرکز پر همدې مسله وکړي.

اسفندیار ولي خان زیاته کړې، که پنجاب خپل دغه کار ته ادامه ورکړي نو پښتانه به هم آرام پاتې نه شي او د پنجابیانو پر وړاندې به اقدام وکړي.