چهارشنبه , 15 مې 2024

اسفندیار ولي خان وایي، د ولسمشر غني بریا د افغانستان د بریا په معنا ده

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني بریا د افغانستان لپاره د بریا او ابادۍ ستره هیله ده.

اسفندیار ولي خان پر خپله ټویټر پاڼه باندې په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني د بریا مبارکۍ تر څنګ لیکلي دي، چې د افغان ولس ډاډ د ستایلو وړ دی، ځکه چې دوی په سختو شرایطو کې په ټاکنو کې برخه واخیسته او د ټاکنو پروسه یې بریالۍ کړه.

نوموړی زیاتوي، دوی هیله مند دي، چې د ولسمشر غني بریا به د افغانستان سربیره په سیمه کې د تل پاتې امن لپاره ستره بریا او پیاوړی ګام وي.

د اسفندیار ولي خان په ګډون یو شمېر نورو پښتنو سیاستوالو هم څو میاشتې وړاندې د افغان امن په نوم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته راغلي وو او هغه وخت یې هم د ولسمشر غني ملاتړ اعلان کړی وو.

د اسفندیار ولي خان ترڅنګ په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، ورسره بل مخکښ مشر محسن داوړ هم په ولسمشرۍ ټاکنو کې، د ولسمشر غني په لومړنۍ بریا خوښي ښودلې ده او هیله یې څرګنده کړې ده، چې د غني په نوې دوره کې به په سیمه او افغانستان کې سوله او امن راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر غني په بریا د ډیری هېوادونو لومړي وزیرانو، ولسمشرانو او مخکښو سیاستوالو خوښي ښودلې ده او په اوسني حالاتو کې د ولسمشر دوهم ځل بریالي کېدل ښه ګام بللی دی.

خو د ټاکنو یو شمېر نوماندان بیا وایي، چې ملي مشارکت حکومت دې رامنځ ته شي او یادې ټاکنې دې لغوه اعلان شي ځکه چې درغلي پکې شوې ده.