اسلام اباد یوې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې پر عمران خان تور دی چې د واک پر مهال له نورو هیوادونو یې اخیستي تحفې خرڅې کړې دي. پاکستان کې د ( توشه خانه) په نامه یوه اداره شته چې ولسمشر، لومړي وزیر او نورو چارواکو ته بهرنیو هیوادونو ته د سفرونو پر مهال ورکړل کیدونکې تحفې هلته ساتل کېږي. خو عمران خان د سرو زرو یو ساعت او ځینې نورې تحفې چې د سعودي د بادشاه او ولیعهد لخوا و ورکړل شوي وو خرڅې کړې او یا یې هم کور ته وړي دي