اسلام او سیاست!

لیکنه: عمري

دا ځيني ناپوهان وايي چې له سياست څخه لاس واخله، خو خبر نه دي چې اسلام او سیاست هیڅ کله هم نشي جدا کېدلی، غواړم چې دا موضوع په واضح ډول بیان کړم، لومړی غواړم چې اسلام او سیاست جدا جدا تعریف کړم، او له هغه څخه وروسته یې تر منځ اړیکې وڅېړم.

۱: اسلام: اسلام چې د (سلم) له مصدر څخه اخيستل شوی، په لغت کې (غاړې ايښودنې، تسليمۍ، بنديتوب، بندي، سلام او درود) په معنی کارول شوی، او په اصطلاح کې اسلام په دوو معنا ګانو يعنې عامې او ځانګړې معنا لرونکی دی، چې په لنډ ډول ویلی شو:

الف: عامه معنا: اسلام د عامې معنا له مخې ټول هغه اسماني دینونو ته ویل کیږي چې د الله تعالی لخوا د راغلو شیانو په اړه د اطاعت او غاړې ايښودنې رانغاړونکي دي.

ب: ځانګړې معنا:هر هغه څه چې حضرت محمد (ص) د الله تعالی له خوا راوړي دي چې له دې څخه داسې مطلب اخلوو چې اسلام د الله تعالی د اطاعت په معنا او کفر د هغه له امرونو څخه د سرغوړنې په معنا دی.

۲: سیاست: سیاست چې د ساس له مصدر څخه اخیستل شوی، په لغت کې د (ساتل کېدلو، اداره کولو، تدبیر نیولو، مسولیت اخيستلو، ترسره کولو او همدارنګه د (حکومتولۍ، د مملکت د چارو د اداره کولو، د هيواد ساتنې د فن او د هغه د کورنیو او بهرنیو چارو د مديريت په معانا دی، او په اصطلاح کې شرعي سیاست په داسې شکل د اسلامي دولت د (کورنیو او بهرنیو) کلي چارو له اداره کولو څخه عبارت دی، چې د شرعت له کلي حکمونو، مقراراتو او قواعدو څخه تېری ونه شي، په دې ډول چې علیا مصالح ترلاسه او زیانونه دفعه شي. اوس له سیاست سره د اسلام اړیکه څېړو.

له سیاست سره د اسلام اړیکه

هر څوک چې قرانکریم، د پیغمبر (ص) حدیثونه د خلفای راشدینو سیرت او د اسلام تاریخ د پام وړ وګرځوي، نو په ډاګه به په دغې موضوع وپوهيږي چې له اسلام څخه د حکومت او سیاست جدا کول يو ناشونی کار دیاو داسې ده، لکه څوک چې اسلام له اسلام څخه جلا کول غواړي.

د دغې خبرې شاهد له هر څه مخکې د اسلام تاریخ دی؛ ځکه مدینې ته له هجرت څخه وروسته د الله رسول کوم کار تر سره کړ، هغه د اسلامي حکومت جوړېدل وو، هغه په دې ښه پوهېده چې د انبیاوو د نبوت او بعثت موخې يعنې ښوونه او روزنه، د عدل او انصاف قایمول او د انسان نېکمرغي لوړول د حکومت له جوړېدلو پرته امکان نلري، له همدې امله يې په لومړني فرصت کې د الله تعالی په امر سره د حکومت بنسټونه را منځته کړل.

داسې پوځ يې رامنځ ته کړ چې مهاجرینو او انصارو په کې ګډون درلور، هر څوک په هر عمر او هر ډول حالاتو کې چ[ بې له ښځو، ماشومانو، ناروغانو او بوډاګانو څخه] په هغه کې په ګډون مجبور و، د دغه د کوچني پوځ د وسلو، اسونو او خوراک برابرول تر څه اندازې په خپله د خلکو په غاړه او څه برخه د اسلامي حکومت په غاړه وو، نو هر څومره چې له دوښمنانو سره د جنګ لمنه پراخېده، د اسلامي پوځ تشکیلات ور سره سم پراخېده او منظمه کېده.

د زکات حکم نازل شوو او د لومړي ځل له پاره اسلامي بیت المال د جهاد د لګښتونو او د بېوزلو د اړتیاوو د تامینولو لپاره جوړ شوو، قضايي حکومونه او د جرمونو او سرغړونو جزاګانې يو پر بل پسې نازلې شوې او اسلامي حکومت يو نوي پړاو ته ننوت، که اسلام حکومت نه درلود او ویې نه لري، د پوځ، بیت المال او قضايي ادارې جوړېدو او د سرغړونکو مجازاتو څه معنی لرلای شوی؟ له بلې خوا زیاتره اسلامي حکومه چې د قران مجید په متن کې راغلي دي، په ډاګه دا اعلانوي چې حکومت باید جوړ شي، څو د حکومت په چوکاټ کې دا حکمونه پلي شي، په بل عبارت دغه حکمونه سیاسي حکمونه دي او د اسلامي ټولنې سیاسي دریځ په ډاګه کوي.

د جهاد، د مجاهدینو د دندو، د جنګي غنیمتونو، د شهيدانو او بندیانو د موضوع په اړه په قران کریم کې دېر ایاتونه راغلي، نو ایا دغه ډول حکمونه د حکومت له دایرې څخه بهر د توجیه وړ دي؟ د قران زیاتره ایتونه د قاضي د دندو ، د قاضي حکمونو، د حدودو او قصاص او داسې نورو د اجرا کولو ناظر دي او زیاتره نور د بیت المال د مالونو ناظر دي، نو دا هر څه بې د حکومت بې د حکومت له جوړېدلو څخه د پلي کولو وړ نه دي.

په اسلام کې د ساسي نظام د شتون دلیلونه

ایا د قصاص د حکوم عملي کول يوه الهي وجیبه نه دی (بقره/۱۷۸)

ایا د غلا د حد عملي کول یوه الهي وجیبه نه دی(مائده/۳۸)

ایا د زنا د حد عملي کول يوه الهي وجیبه نه دی(نور/۲) او داسې نور ډېر دلیلونه هم شته دي.

نو اوس خپله سوچ او فکر وکړئ چې دا هر څه پرته له دې چې مسلمانان دې سیاسي نظام ولري بله معنا لري؟

په اخېر له تاسو څخه يوه غوښتنه لرم هغه داسې چې د الله تعالی دربار ته لاسونه اوچت کړئ او د محمد هاشم (عمري) لپاره په اخلاص زړه دعا وغواړي چې یاالله ته یې په نېکو کارونو کې بریالی کړې ستاسو ورور ((عمري))