‏اسټرالیا؛ د چورلکې لوېدو پېښه کې څلور تنه نادرکه دي

د اسټرالیا کوینزلېنډ ایالت کې د یاد هېواد یوه پوځي چورلکه غورځېدلې چې له امله په کې سپاره ۴ واړه کسان لادرکه شوي دي. د معلوماتو له مخې، چورلکه له امریکایي ځواکونو سره د استرالیايي ځواکونو د ګډو پوځي تمریناتو په لړ کې غورځېدلې.