یکشنبه , 28 اپریل 2024

اسټرالیا پاکستان ته په پنځوس اوریزه سیالۍ کې ماته ورکړه

دوې سیالۍ وشوې او دواړه سیالۍ د اسیا وچې لوبډلو بایلودې، لومړی هم پاکستان بایلوده، پاکستان له اسټرالیا ماته وخوړه، او بل لور ته بیا سریلانکا له جنوبي افریقا څخه ماته ولیده.

اسټرالیا په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ۸ ویکټو سرماته ماته ورکړه. د اسټرالیا لپاره په توپوهنه کې ارون پینج د خپلې لوبډلې لپاره بهترینه منډې جوړې کړې. پینچ يه ۱۳۵ توپونو ۱۱۶ منډې جوړې کړې، چې په لوبه کې یې ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې. له پنچ وروسته شاون مرش بیا ۹۰ منډې جوړې کړې، مرش په دې منډو کې ۴ څلویزې او ۲ شپږیزې ووهلې. د نوموړي لوبه له ډېرې حوصلې ډکه مالومېده، ځکه په پورته ترسره کړو ۹۱ منډو کې یې د لوړ (هوايي هیټ) هڅه ډېره کم رنګه بریښي او ښکاري چې یوازې ملګرتیا یې خوښوله، ځکه خو یې لوبډله هم د بریا تر بریده ورسوله. د لوبې غوره لوبغاړی هم ارون پینج ونومول شو.

راپور:حضرت عثمان نوري