اسکاټلنډ مسلمانو ښځینه پولیسو ته حجاب په سرولو اجازه ورکړه. اسکاټلنډ حجاب د مسلمانو ښځینه پولیسو د یونیفورم د یوې پارچې په توګه ومنل .
د اسکاټلنډ پولیسو پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا پریکړه به د پولیسو په تشکیلاتو کې د مختلفو کولتورونو د پولیسو د قوي ځواک په جوړولو کې مرسته وکړي.
د اسکاټلنډ د پولیسو لخوا د خپور شوي راپور له مخې سږ کال د پولیسۍ په خاطر نږدې ۵۰۰ تنو مراجعه کړې ده چې ددوې د جمع نه ۱۲۷ تنه د مختلفو توکمونو او دینونو لارویان دي.
د ویلو ده چې په اسکاټلنډ کې ددینه مخکې مسلمانو ښځیه پولیسو یواځې د خپلو امرینو په اجازه حجاب په سرولی شو.
همداشان د انګلستان پلازمینې لندن په ۲۰۰۱ کال کې د مختلفو دینونو او توکمونو وګړي پولیسو تشکیلاتو ته د راجذبولو په خاطر حجاب د ښځینه مسلمانو پولیسو لپاره د یونیفورم د یوې پارچې په توګه منلی وو.