اسیا جام ته به متحده عربي امارات او که هانګ کانګ لاپیدا کړي؟

اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو پای لوبې ته د متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ لوبډلو لار موندلې؛ ګټونکې لوبډله به یې د اسیا جام ګډونواله شي.

په دې سیالیو کې نیپال، مالیزیا، سنګاپور، عمان، متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ ملي لوبډلو یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې، چې پای لوبې ته یې اماراتو او هانګ کانګ لوبډلو لار ومندله.

د کریکنفو ویب د معلوماتو له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ پای لوبه پنجشنبه ترسره کیږي، چې ګټونکې لوبډله به یې اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

باید یاده شي، چې د لار موندنې په دې سیالیو کې دواړه لوبډلې یو ځل مخ شوي او هانګ کانګ هغه لوبه د ۱۸۲ منډو په توپیر ګټلې وه.

نصرت الله عمرزی