اسیا جام سیالیو کې پاکستان بریا خو افغانستان زړونه وګټل

د ۲۰۱۸م اسیا جام سوپر فور پړاو تر ټولو ستره او زړه راښکونکې سیالۍ د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په کې پاکستان افغانستان ته له سختې لوبې وروسته د ۳ ویکټو او ۳ توپونو درلودلو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان لوبډلې په وروستي وخت کې ښه توپ اچونه وکړه خو د یوه چټک توپ اچونکي نه شتون، او د شته چټک توپ اچوونکو غلطه او «شاټ بال» توپ اچونې پاکستان لوبډلې ته د څلوریزو موقع ورکړه چې په وروستي کې یې د بریا لامل شو، که څه هم پاکستان بریا خپله کړه خو افغانستان زړونه وګټل.

راشد خان او مجیب الرحمن په توپ اچونه کې یو وار بیا ښه وځلېدل، خو چټک توپ اچونکو یې مرسته ونه کړه، چې تجربه کار شعیب ملک ته د منډو جوړولو لار جوړه شوه او تر پایه ودرید تر څو پاکستان ته بریا ورکړي.

افغانستان لوبډلې په توپوهنه کې په زړه پورې کاکردګي وکړه چې د پاکستان توپ اچونکو خوارۍ یې بېځایه کړې، د حشمت الله شهیدي او اصغر افغان په زړه پورو پنځوسیزو پاکستان ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا یو وار بیا اوپنر توپوهونکي ښه ونه ځلېدل چې احسان جنت د دوه کیچونو غورځېدو سربېره په ۲۸ توپونو یوازې ۱۰ منډې جوړې کړې، شهزاد هم په یو شمېر ستونزو خپلې منډې تر ۲۰ ورسولې، ورپسې د رحمت شاه او شهیدي په زړه پورې ملګرتیا افغانستان ته د زیاتو منډو جوړولو فرصت ورکړ.

رحمت شاه ۳۶ منډې جوړې کړې، ورسره شهیدي ۹۷ ناسوځېدلې منډې او اصغر افغان ۶۷ چټکې منډې جوړې کړې چې ۵ شپږیزې او ۲ څلوریزې هم په کې شاملې وې، محمد نبي چې په وروستي اورونو کې ترې د چټکو منډو جوړولو تمه کیږي یو وار بیا ناکامه ثابت شو.

د افغانستان توپ اچونکو ته په کتلو داسې بریښېده چې لوبه به وګټي، خو په صفر منډو د فخر زمان ویکټې سوځېدو نه وروسته د امام الحق او بابر اعظم ۱۵۴ منډې ملګرتیا پاکستان ته هیلې ورکړې، چې وروسته شعیب ملک د راشد او مجیب توپ اچونې پرمخ دفاعي لوبه وکړه تر څو خپله ویکټه له لاسه ورنکړي.

همدا لامل شو چې د چټک توپ اچونکو څخه په ګټې او د افتاب عالم او ګلبدین نائب شاټ توپونو شعیب ملک څلوریزو وهلو ته وهڅاوه، په پای اور کې د ۱۰ منډو اړتیا کې افتاب عالم یو وار بیا شاټ توپونه واچول چې شعیب ملک په پرلپسې ډول شپږیزه او څلوریزه ووهله او ۳ توپونه وړاندې پاکستان بریا ترلاسه کړه، نوموړی په ۵۱ سیالۍ ګټونکې منډو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان لخوا مجیب الرحمن د ۱۰ اورونو په بدل کې چې ۲ یې میډن وو ۳۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، راشد خان د ۴۶ منډو په بدل کې ۳ ویکټې او ګلبدین نائب د ۶۱ منډو په بدل کې یوه ویکټه واخیسته، په داسې حال کې چې افتاب عالم د ۶۴ منډو په بدل کې په هیڅ کومه ویکټه ترلاسه کولو بریالی نه شو.

د اصغر افغان لخوا په ستونزمن وخت کې یوازې پنځه توپ اچونکي لوبول چې ځینې له ستونزو سره هم مخ وو حیرانونکې وه، ځکه نوموړی عموما په داسې وخت کې ۲ یا ۳ اورونه موقتي توپ اچونکي (رحمت شاه) ته ورکوي تر څو وروستني توپ اچونکو ته اسانتیا برابره شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډلې وړمه ورځ بنګلدیش لوبډلې ته په ګروپي سیالۍ کې ستره ماتې ورکړې وه، له دې وروسته په سوپر فور پړاو کې به یو وار بیا په ۲۳م سپتمبر په مهمه سیالۍ کې ورسره مخامخ کیږي.