اسیا جام کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ لوبه مساوي شوه

افغان لوبډلې د اسیا جام په خپله وروستۍ لوبه کې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه.

پوره ۵۰ اورونو کې یې د محمد شهزاد په ښې توپ وهنه سره د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۲ منډې وکړې.

توپ وهنه کې شهزاد ۱۲۴، محمد نبي ۶۴، نجیب الله ځدران ۲۰ او راشد خان ۱۵ منډې وکړې.

د هند لپاره راویندر جدریجا درې او کولدیف یادف دوه ویکټې واخيستې.

هندوستان لوبډلې که څه په لومړیو کې ښه توپ وهنه پیل کړه، خو په وروستیو کې د افغان توپ اچونکې د ښې توپ اچونې له امله له ستونزو سره مخ شوه.

ټول لوبغاړي یې ۴۹،۵ اورونو کې په ۲۵۲ منډو وسوځېدل او لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده.

وروستی لوبغاړی راشد خان وسوځاوه.

افتاب عالم، راشد خان او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي، جاوید احمدي یو لوبغاړی او درې لوبغاړي یې رن اوټ شول.

هند لوبډلې په روانو اسیا جام سیالیو کې لا کومه لوبه نه ده بایللې.

افغان لوبډلې په ګروپي لوبو کې سریلانکا او بنګله دېش ته سختې ماتې ورکړې، خو په دویم پړاو کې یې له پاکستان او بنګله دېش سره له په زړه پورې لوبې کولو سره سره په کم توپیر لوبې وبایللې.

په یادو سیالیو کې نن چهارشنبه پاکستان له بنګله دېش سره لوبه کوي، چې ګټونکې لوبډله به یې د جمعې په ورځ پای لوبه کې له هند سره مخ شي.

نصرت الله عمرزی