اشرف غني: غني خان لولم او سردار علي ټکر اورم

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې زه د پښتو ژبې د مشهور شاعر غني خان شاعري لولم او همدا راز د مشهور سندرغاړي سردار علي ټکر په غږ کې سندرې اورم.

دا خبرې په خپله د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي سردار علي ټکر کړي دي. هغه په ټويټر کې په يو ټويټ کې ويلي دي، چې ولسمشر غني دا خبرې د پښتونخوا نه ورغلي يو پلاوي سره کړي دي.

څو ورځې وړاندې په کابل کې د امن او ثبات کنفرانس ترسره شو، چې په دغه کنفرانس کې د پښتونخوا يو شمېر سياستوالو هم ګډون کړى و.

 

اوس تازه سردار علي ټکر په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي: ((د پښتونخوا نه راغلي وفد سره د خبرو اترو په وخت د افغانستان ولسمشر محترم اشرف غني ويلي دي چې غني خان لولم او سردار علي ټکر اورم.))

 

د يادولو وړ ده چې دا خبرې له سردار علي ټکر سره د همدغه پلاوي يو غړي کړي دي، ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه کله په خپله څه نه دي ويلي.

کاپي…