اصلي ګازونه کوم دي؟

لیکنه: نګین کرګر

هايدروکاربنونه  (HC)

کاربن مونو اوکسايډ (CO)

د نايټروجن اوکسايډونه (NOx)

کاربن ډاي اوکسايډ (CO2)

آکسېجن (O2)

د ګازونو بيلګې ؛

يوولس عناصر دي-

چې د هايدروجن، نايټروجن، اکسيجن، فلورين، کلورين، هيليم، آرګون، کيريپټون، زينون، او راډون څخه عبارت دي؛ او دا ګازونه  د معياري فشار او تودوخې لاندې په طبعيت کې موجود دي. چې (خالص اکسيجن) يې ښه مثال کيدای شي. .

په بشپړه توګه د دې موضوع تحليل چې آيا ګازونه د ليدلو وړ دي او که نه دي؟، د ګازاونو په کثافت، د رڼا د مسير په اوږدوالي او د ليد ساحه کې د ګازونو ماليکولونو ته د برېښنايي پديدو په انقال پورې اړه لري.

کيمياوي عوامل:

په لنډ واټن پراته الکترونونه په طبعي ډول په لوړه فريکوينسي د حرکت په حال کې وي لکه د ګيټار لنډ تارونه چې په لوړ ږغ موسيقي غږوي.

ګازونه بايد ساده او له کوچنيو ماليکونه جوړ وي، که داسې نه وي نو دوي به متراکم شي. کوچني ماليکولونه نشي کولي هغه الکترونونه ولري چې د ډيرو اتومونو سربېه بې ځايه شوي وي.

ټول مواد منظم، نيږدې او راټول شوي الکترونونه لري چې د هغه په واسطه د ماورأ بنفش او د ایکسرې وړانګې جذبوي او هغه ته ځانګړي رنګ ورکوي. که څه هم ځينې مغلق ماليکولونه چې جلاشوي يا بې ځايه شوي الکترنونه لرونکي وي؛ اړتيا لري ترڅو د ښکاره کېدو لپاره د رڼا لويه وړانګه جذب کړي.

ډيرې لارې چارې شته چې د هغو په واسطه مواد په ځانګړي توګه ګازونه د (ليد وړ رڼا) جذب کړي او وکولي شو هغه په سترګو ووينو.

فزيکي عوامل

د ګازونو کثافت د اوبو به پرتله زرځلې کم دي.

اوبه رڼې (شفافې) وي خو واوره او د ابو بخارات سپين رنګ لري چې علت يې په اوبو، واوره او د ابوبخاراتو کې د لمر د وړانګو د مسير بدليدل يا انکسار دي.

د ګازونو ماليکولونه په سترګو نه ښکاري خو په طبعيت کې داسې ډير عناصر دي چې ګاز حالت يې (رنګ) لري لکه آيوډين. خو دا مواد په اتموسفير کې په دومره مقدار وي چې په سترګو نه ښکاري.

يا په بل عبارت که تاسې په دې هکله ((په اتموسفير کې د لمر د وړانګو د انتقال ګراف)) وګورئ؛ دا به درته جوته شي چې په کومه فريکونسي د لمر وړانګې په اتموسفيري طيف کې جذبيږي هغه د يوې نورمالې سترګې د تشخيص څخه لوړ دی.

که چېرې زمونږ سترګه په هاغه فريکوينسي فعاليت پيل کړي په کومه فريکوينسي چې د لمر وړانګې په اتموسفير کې د رنګونو طيف جوړوي نو ښايي مونږ په طبعيت کې له ګازاتو پرته بل هېڅ ونه وينو ځکه هر ګاز به په خپل اصلي رنګ راته ښکاري، داچې ټول اتموسفير ګازاتو پوښلی نو زمونږ سترګو ته به صرف ګازونه ښګاري او د طبعت نور شيان لکه جامدات او مايعات به نشو ليدای.

نو ويلی شو چې په طبعيت ګې د ګازاتو د (نه ښکارېدو) اساسي علت د تکامل يا Evolution  تيوري ده چې د هغه په اساس سترګه د وخت په تېرېدو داسې عياره شوې ترڅو ګازات ونه ويني او نور شيان په ښه توګه وويني.

همدارنګه له نور فزيک څخه پوهيږو چې د يو جسم يا يو محيط تصوير هغه وخت زمونږ د سترګو په عدسيه کې جوړيږي چې د لمر وړانګې په نوموړي جسم يا محيط د لګېدو وروسته يا انعکاس وکړي يا انکسار؛ دا چې مونږ ګازونه په سترګو نه وينو يو علت يې همدا دی چې د ځمکې د اتموسفير په طبقه کې نايتروجن، آکسېجن، کاربن ډاي اوکسايډ او داسې نور ګازونه د لمر وړانګو ته انعکاس يا انکسار نشي ورکولی.