اعليحضرت امير امان الله خان! چې لويه برېتانيه يې وشرموله

ا کيسه کوي. په دې ناول کې د غازي امير امان الله خان د استقلال يا خپلواکۍ اخيستلو نه وروسته د افغانستان کيسه شوې ده، چې هغه وخت اعليحضرت امان الله خان د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره څومره کارونه روان کړي ول او څومره خوبونه يې ليدل.

په ناول کې د انګليسيانو هغه بدرنګه څېره روښانه شوې ده، چې هغوى په څه ډول ساده افغانان د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد راوپارول او بچه سقاو يې راپېدا کړ، تر څو د افغانستان پاچاهي ړنګه کړي او په هېواد کې چې کوم پرمختګ او د زده کړې کوم بهير روان شوى و، هغه بيا دړې وړې کړي.

دا ناول د يو انګرېز د ياداښتونو په بڼه ليکل شوى دى، کوم چې د انګليسيانو جاسوس وي او د هندوستان چانسلر ورته وظيفه وسپاري، چې له ځانه ((بغدادي پير)) جوړ کړي او په افغانانو کې خپل مريدان پېدا کړي، تر څو وروسته په يادو مريدانو د اسلام په نوم د اعليحضرت امير امان الله خان پاچاهي ړنګه کړي.غازي امان الله خان (2)

اعليحضرت غازي امير امان الله خان چې کله خپلواکي اعلان کړه او انګليس يې په دې مجبوره کړ، چې افغانستان د يو خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژني، نو ډېويډ جونز چې له ځانه يې بغدادي پير جوړ کړى، په خپلو ياداښتونو کې داسې ليکي:

((د شپې يوه بجه ده، ويښ يم، اعصابو مې کار پرېښى! يوه ځوان پاچا څنګه يوې لويې امپراتورۍ ته ماتې ورکړه، زړه ته مې نه لوېږي، خو واقعيت دى، موږ په څو جبهو کې مات شوو، تش لاس خلکو توپونو او طيارو ته غېږې ورکړې، ترپ، پر ځمکه يې راوويشتل، سخته ده! لويه برېتانيه يې وشرموله)).

ډېويډ جونز په دې هڅه کې دى، چې داسې څه لار راپېدا کړي، چې افغانان د خپل پاچا پر ضد راپاڅوي او د پرمختګ روان چټک کارونه وران کړي، خو هېڅ لار ورته نه پېدا کېږي، کله چې دوى خپل ټول جاسوسان په پټه راوغواړي او له هغوى معلومات ترلاسه کوي، نو وايي:

((لومړى يوه هراتي ملا غاړه صافه کړه، خبرې يې په بسم الله پيل کړې، ويې ويل چې افغانانو ته د ملا هره خبره د منلو وړ ده، (نه) نه پکې وايي، خو د امان الله خان په باره کې اور نه اخلي، هېڅ هم نه مني، وايي چې د يوه داسې غازي پر وړاندې به څنګه راپورته کېږي، چې انګرېزان يې له وطنه وشړل…)).

يعنې انګرېزانو چې هر ډول هڅه کوله، خو په دې کې نه بريالي کېدل، چې افغانان د خپل پاچا پر ضد راپاڅوي، ځکه اعليحضرت امير امان الله خان هېواد ته خپلواکي ګټلې وه او د پرمختګ لارې چارې يې لټولې، خلکو ته يې د زده کړې اسانتياوې برابرولې او نور په دې خوبونو کې و چې افغانستان د نړۍ له سيالو هېوادونو سره سيال کړي.غازي امان الله خان (3)

ډېويډ جونز په خپلو ياداښتونو کې ليکي: ((نور فرمانونه مې ولوستل، د فردي ازادۍ، تعليم، نظم، پرمختګ او نورو اصلاحاتو په اړه ول… دا وطن يې له خوارې ورځې ايست.

اوږد وغزېدم، فکر مې وواهه، د پاچا او د دې وطن د تخريب لاره مې ونه مونده)).

په افغانستان کې له روان پرمختګ څخه انګليس ډېر په ويره کې دى او د افغانستان د پرمختګ په اړه ډېويډ جونز په خپلو ياداښتونو کې ليکي:

((لويې لېسې او مسلکي مکتبونه جوړ شوي وو، ترکي، هندي او جرمني استادانو به زده کړې ورکولې. تر دې دمه په ټول افغانستان کې درې سوه دوه ويشت مکتبونه جوړ شوي وو.

بازار له افغاني توليداتو ډک و. افغانستان په خپله د غوړيو، صابون، قندو، بورې، عطرو، سيمنټو، ټوپکو، باروتو جوړولو او د اوسپنې ويلي کولو کارخانې درلودې. د معدنونو پر استخراج او په ښارونو کې د اوبو رسولو پر عصري سيسټم چټک کار روان و.

اخبارونه مې ولوستل، افغانستان خپله راډيو درلوده، په کندهار او جلال اباد کې د برېښنا د توليد لويې او وړې خونې پرانيستل شوې وې. فرانسوي او جرمني شرکتونو د دې هېواد له شماله تر جنوبه پورې د رېل د پټلۍ د ليکې د جوړېدو پر پلان کار کاوه، ولايتونه له مرکز سره د تلګراف او تليفون په واسطه تړل شوي وو، په کابل کې جوړ شوي مرکزي بانک لومړني بانک نوټونه راوايستل، د دې هېواد په لويو ښارونو کې د ملکي هوايي ډګرونو د جوړېدو کار په چټکۍ روان و)).

انګليس او په ځانګړې توګه د انګليس ګومارل شوو جاسوسانو چرته دا هر څه ليدلي شول، ځکه چې د افغانستان د خپلواکۍ سره په هندوستان کې هم خلکو د خپلواکۍ لپاره سرونه راپورته کړي و او ځاى پر ځاى د انګرېزانو پر ضد غزاګانې روانې وې. انګليس نور هم په دې فکر کې شو چې څنګه دا هر څه ودروي او څنګه افغانستان بېرته له پښو راوغورځوي. هغه وخت رارسي چې دوى يو پلان جوړوي او په بېلا بېلو شکلونو کې خپل جاسوسان افغانستان ته لېږي، چې تر ټولو کامياب يې پير، ملا، اغا….. او نور وي.Baghdadi Pir Book Title

له څو مياشتو ټرېننګ نه وروسته ډېويډ جونز دې ته تيارول کېږي چې له ځانه بغدادي پير جوړ کړي او افغانستان ته لاړ شي. د ډېورنډ کرښې سره نږدې يو ځاى ټاکي او ډېويډ جونز د يو بل انګرېز سره د پيرانو په څېره کې دېره کېږي، د انګرېز د پرمختللې ټېکنالوژۍ په مرسته دوى د دغه سيمې خلک دوکه کوي او آن خبره تر دې رسېږي، چې د شا و خوا ټولې سيمې يې پيران مني او د هر يو کار لپاره دوى ته راځي.

کله چې بغدادي پير په خپل پلان کې کاميابېږي، نو بيا ورو ورو په افغانانو کې د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد زهر پاشي او د اسلام په نوم افغانان دوکه کوي، تر څو د پاچا پر ضد راپاڅېږي. کله چې خبره ډېره مخکې ځي، نو په ځينو ځايونو کې د انګرېزانو ځينې جاسوسان نيول کېږي او بيا په اعدام رسول کېږي، په دې وخت کې بغدادي پير خپل ټول کار سر ته رسولى وي او د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد يې ټول خلک راپارولي وي، نو په داسې وخت کې بغدادي پير د تېښته هڅه کوي، چې افغان پوځيان يې نيسي، خو د سيمې خلک د بغدادي پير په جال کې داسې راګېر وي، چې دوى افغان پوځيان په شهادت رسوي او بغدادي پير ترې راخلاصوي، چې بغدادي پير وروسته له دې بېرته ځان هندوستان ته رسوي.

وروسته انګليسان بچه سقاو رامخې ته کوي او خپل ټول هغه ملايان، پيران، فقيران يې شاته ودروي، چې د انګرېزانو په جامه کې دې ټولنې ته د اسلام په جامه کې راغلي وي، هغوى ټول په شريکه ولس کې زهر پاشي او اخر هم اعليحضرت امير امان الله خان پاچاهي بچه سقاو ته پرېږدي، هغه و چې بچه سقاو د انګرېز په مرسته افغانستان په کنډواله بدل کړ.

د ناول په وروستۍ برخه کې ډېويډ جونز يو ځل بيا له امير امان الله خان سره په ايټاليا کې ويني او بيا ورسره د هغه وخت پر حالاتو خبرې کوي. غازي امان الله خان وايي:

((يو وخت څو سپين ږيري راغلل، دوى په کابل کې روان رېل ليدلى و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستى، خوراک يې اور دى، شېطان يې چلوي.غازي امان الله خان (1)

وروسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې رېل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال لپاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده. ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپنې او لرګيو جوړ دى، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې چلوي.. هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانۍ خبره راواخيسته، تور شېطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.

راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شېطانان ناست دي، خلک له دينه باسي، تليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتى يې، له شېطان سره غږېږې.

دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شېطان ليد، پوهېږې چې ولې؟ علت يې بېسوادي وه.

ما بايد دا ستونزه حل کړې واى، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې راوباسم، په هر څه يې پوه کړم… خو دوى مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې)).

د ناول په اخر کې د غازي امير امان الله خان په اړه د ځينو مشهورو سياستوالو او ليکوالو خبرې رااخيستل شوي دي، چې پکې افغان ډيپلومات ډاکټر شاهي باى مستمندي ويلي دي: ((په ايټاليې کې د امان الله خان کور ته ورغلم، پاچا غريبانه ژوند درلود، ملکې ثريا د پاچا د کټ روجايي ليرې کړه، يو بالښت يې راوايست، راته ويې ويل چې دا بالښت د افغانستان له خاورې ډک دى، پاچا دا خاوره هغه وخت ورسره راوړه چې له افغانستانه راووت. پاچا پر همدې خاوره سر لګوي، وايي چې بوى يې ښه راباندې لګېږي، کله چې ناروغه شي، نو همدې خاورې ته پزه ورنږدې کړي، خپل سږي وپړسوي، وايي چې درملو ته ضرورت نه شته… پاچا وصيت کړى چې که مړ شوم او وطن ته مې د تابوت د وړلو امکانات نه ول، نو په قبر کې به همدا خاوره راسره ږدئ)).

دې سره د يو بل اروپايي ليکوال دا خبره هم ليکل شوې: ((دې خلکو (افغانانو) کبر وکړ، د عزت، ترقۍ او پرمختګ چانس يې په لغته وواهه… دوى يو داسې پوه، مدبر، زړه سواند، زړور او پر وطن ميين پاچا پسې واخيست، چې په افغانستان کې به بيا تکرار نه شي)).

د نصير احمد احمدي دا تاريخي ناول چې د هغه وخت پر حالاتو يې ليکلى دى، يو بېسارى ناول دى چې د هغه وخت حالات يې په ډېر ښه ډول انځور کړي دي او د هغه وخت د ملايانو، خانانو او پيرانو بدرنګه څېره يې راښکاره کړې ده. په دې ناول کې تاسو د انګليس هغه ټول بدرنګ کارونه ليدلاى شئ، چې هغه وخت هغوى د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد کړي دي.

په دې ناول کې دا هم ليدلى شئ چې افغانان د اسلام په نوم څومره زر دوکه کېږي، په هغه وخت هم د اسلام په نوم دوکه کېدل، وروسته هم دوکه کېدل او اوس هم د اسلام په نوم دوکه کېږي او هم د اسلام په نوم يې په خپل هېواد کې جنګ روان کړى دى او د نورو دښمنو هېوادونو لپاره کار کوي.

ليکوال : بريالى زمرى